د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ولسمشر په لومړي ځل د کالې د مهاجرو کمپ ته لاړ


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سې شنبې په ورځ د کالي کمپ ته لاړ
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سې شنبې په ورځ د کالي کمپ ته لاړ

فرانسه غواړي چې ددغه هېواد په کالې کمپ کې د مېشتو کډوالو د ستونزو د اوارولو په خاطر له برېټانیا څخه زیاتې پېسې واخلي.

د کالې کمپ چې د ځنګل په کمپ هم مشهور دی، برېټانیا ته د کډوالو عبوري لاره ګڼل کیږي. د افغانانو په شمول سلګونه کډوال په دغه کمپ کې په ناوړه حالت کې شپې سبا کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د لومړي ځل لپاره د سې شنبې په ورځ [جنورۍ ۱۶] دغه کمپ ته لاړ څو په راتلونکې اونۍ کې برېټانیا تر خپل رسمي سفر مخکې د مهاجرینو حالت په خپلو سترګو ننداره کړي. تمه ده چې له لندن څخه د لیدنې په وخت، ښاغلی مکرون له برېټانوي چارواکو سره د مهاجرت پر مسلې خبرې وکړي.

د کالې بندري ښار ته پر غځېدلو لارو غزن دیوال جوړ شوی خو لدې ټولو تدابیرو سره سره کډوال کوښښ کوي چې د برېټانیا خاورې ته داخل شي.

د کالي په ځنګلونو کې مهاجرو خیمې لګولي دي. دوي د ژمي په سړه هوا کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د فرانسې ولسمشر کمپ ته له تللو سره سم وویل چې "په هیڅ حالت کې اجازه نه ورکوو چې غیرقانوني شبکې دې دلته [کمپ کې] سر پورته کړي."

مکرون وویل حکومت به یې د بل کمپ د جوړېدو لپاره اجازه ورنکړي.

کډوال او مرستندویه رضاکاران پولیس په تشدد تورنوي. یو ۲۲ کلن افغان چې درې اونۍ کیږي کم ته راغلي وایې چې "کله مو چې پولیس ودروي، وهي مو."

د مهاجرت د کړکیچ په پیل کې، په کالي کمپ کې لږترلږه ۱۰۰۰۰ کسانو ژوند کاوه.

د فرانسې پخواني ولسمشر فرنسوا اولاند په ۲۰۱۶ کال کې ددغه کمپ د ورانولو لپاره بلډوزونه ولېږل او ځای ناستی یې، ایمانویل مکرون جداً غواړي چې کډوال له کمپونو څخه بهر نورو مرکزونو کې ځاي پرځاي شي او مهاجرت درخواستونه یې ژر وڅېړل شي.

جرمني ته د کډوالو راتګ کم شوی دی

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایې په ۲۰۱۷ کال کې په دغه هېواد کې د راجستر شویو کډوالو شمیر ۲۲۰ زرو تنو راکم شوی خو اوس هم دا شمیر ډیر لوړ دی.

په جرمني کې احصائیې ښیي چې په تېرکال کې له سوریې څخه ۴۷۵۰۰ له عراق څخه ۲۱۰۰۰ او له افغانستان څخه ۱۲۵۰۰ خلک جرمني ته مهاجر شوي دي.

جرمن چارواکي وایې چې ۳۰۰۰۰ کډوال پخپله خوښه بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د فرانسې ولسمشر په لومړي ځل د کالې د مهاجرو کمپ ته لاړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

XS
SM
MD
LG