د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني، روسیه په لایپزیګ کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ناکام برید مسؤوله بولي

 د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره، کایا کالاس
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره، کایا کالاس

جرمني، روسیه په لایپزیګ کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ناکام برید مسؤوله بولي؛ اروپايي ټولنه د «دولت په کچه د ترهګرۍ» خبرداری ورکوي.

جرمني وايي، روسیه تېره میاشت په لایپزیګ ښار کې د بې‌پیلوټه الوتکې د یوه ناکام برید مسؤله وه، په داسې حال کې چې اروپايي چارواکي خبرداری ورکوي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې ښايي تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

د جرمني حکومت وايي، دې پایلې ته رسېدلی چې تېره میاشت په لایپزیګ کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ناکام برید تر شا روسیه وه.

دا تورونه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي، دغه پېښه د دولت په کچه او ملاتړ ترهګرۍ ټولې نښې لري.

کالاس د ایرلنډ په کوربه‌توب د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له یوې غیر رسمي غونډې مخکې وویل، اروپا باید خپل غبرګون همغږی کړي او په دې اړه غور وکړي چې نور څه اقدامات ترسره کېدای شي، ځکه روسیه پر اوکراین خپل بریدونه لا زیاتوي.

هغې پر روسیې د لا زیاتو فشارونو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د روسیې له پوځي برخې سره پر تړلو شبکو باندې د بندیز په شاوخوا ۱۶۰۰ مواردو کار روان دی او ښايي نور کسان او ادارې هم په دې لېست کې شاملې شي.

بل لوري ته، اوکراین یو ځل بیا په اروپا کې د کنګل شوو روسي شتمنیو په اړه د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر انډري سیبیها ویلي، دا به یو عادلانه اقدام وي چې د کنګل شوو روسي شتمنیو د کارولو په اړه خبرې بیا پیل شي، څو دغه شتمنۍ د اوکراین د ملاتړ لپاره وکارول شي.

د روانې میاشتې په پیل کې، هالنډ، پولنډ، اسپانیا او سویډن هم له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې د روسیې د کنګل شوو شتمنیو د کارولو موضوع بیا وڅېړي.

دا بحث په داسې حال کې روان دی چې اروپايي حکومتونه د اوکراین د لا زیات مالي او پوځي ملاتړ لپاره له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دي، او همداراز هڅه کوي هغه څه ته ځواب ووایي چې چارواکي یې د روسیې مخ پر زیاتېدونکي تهاجمي کمپاین بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG