د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې د ګرمۍ له امله ځنګلي اورونه؛ زرګونه اوسېدونکي له سیمې ایستل شوي

ارشیف
ارشیف

د یکشنبې په ورځ (د جولای پنځمه) په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې د ودانیو ترڅنګ د ځنګل له اور څخه لوګي هوا ته پورته کېږي.

دغه اور وروسته د هسپانیې پولې ته نږدې له شاوخوا ۲۴ کوچنیو ښارونو او کلیو څخه د څه باندې ۱۰ زره کسانو د ایستلو سبب شو.

چارواکو ویلي چې تمه ده د دوشنبې په ورځ (د جولای شپږمه) زورور بادونه اور لا پسې پراخ کړي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د اور وژنې د عملیاتو د مرستې لپاره یې له قبرس او سویډن څخه فرانسې ته د اوبو شیندونکي څلور الوتکې استولې دي، څو د پرپینیان ښار شاوخوا له اور وژونکو سره مرسته وکړي.

د سیمې د حکومت استازي پیېر رېګنو دو لا موټ ویلي چې اور د پیرېنې په نوم د فرانسوي غرونو په لمنو کې شاوخوا ۴,۶۰۰ هکټاره ځمکه سوځولې ده.

د روان کال د مې او جون میاشتو د اوړي لومړنیو سختو ګرميو په فرانسه او د لوېدیځې اروپا په نورو سیمو کې پراخې ځمکې وچې کړې دي، چې له امله یې سږ کال دغه سیمې د ځنګلي اورونو پر وړاندې ډېرې زیان‌منونکې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG