د فرانسې لومړي وزیر سبسټین لیکورنو د سهشنبې په ورځ ویلي چې په فرانسې کې پدې تیرو څو ورځو کې ۴۰ کسان په اوبو کې ډوب شوي چې د هوا د ګرموالي له کبله یې په سیندونو کې لامبل.
برېټانیا، اېټالیا، سویس او هسپانیا هم له سختې ګرمۍ سره مخ دي چې په ځینو سیمو کې د ښوونځیو او ترانسپورتي شبکو فعالیت ګډوډ کړی دی.
د نړیوالې هوا پېژندنې ادارې په وینا اروپا د نړۍ له اوسط څخه دوه چنده د ډېرې تودوخې سره مخ ده چې له امله یې کیدای شي د ګرمۍ له کبله خلکو ته یو لړ ستونزې جوړې شې.
د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ددغه هېواد ډېره برخه د سختې ګرمۍ له خطر سره مخ ده او تمه ده چې د سې شنبې په ورځ به د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه شاوخوا ۴۰ درجې (۱۰۴ فارنهایټ) ته ورسېږي، او د لوېدیځې فرانسې په ځینو برخو کې تر ۴۳ درجو پورې د تودوخې تمه کېږي.
په فرانسه کې د ۱۹۴۷ کال وروسته یو ځل بیا د ریکارډ ترکچې یوه ګرمه ورځ ثبت شوې ده او ۵۴ ادارې د ناببره پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي په حالت کې دي.
په ټولې فرانسې کې خلک په یخو اوبو کې د لامبولو لپاره کانالونو او سیندونو ته مخه کړې ده. د فرانسې د ورزش وزیرې مارینا فیراري وویل چې هغه د ګرمۍ څخه د تېښتې په اړتیا پوهیږي، خو په غیر مجازو یا خطرناکو سیمو کې د لامبو وهلو په وړاندې اندېښمنه ده.
په اېټالیا کې د روغتیا وزارت په ۱۵ ښارونو کې د احتیاط کولو خبرداری ورکړی او چارواکو په ځینو برخو کې د کاروبار د کمولو لپاره اقدامات کړي دي.
بریټانیا هم سخته ګرمي تجربه کوي او د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د سهشنبې په ورځ به د برېټانیا په سویل کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ۳۷ درجو ته لوړه شي او د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو به نوره هم لوړه شي.
په اسپانیا، بلجیم سویس او ځېنو نورو هېوادونو کې هم د هوا د ګرمېدو خبر ورکړل شوی دی.
لسګونه ښوونځي د ګرمۍ لپاره د ودانیو د نامناسبوالي په پلمه د وخت څخه مخکې د زده کوونکو د رخصت کولو پلان لري.
د اروپا په کچه د ټرانسپورټ شبکې تر فشار لاندې راغلې دي. د برېټانیا د ریل ګاډو خدماتي ادارې مسافرینو ته خبرداری ورکړی چې پدې اونۍ کې دې د غیرضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي ځکه چې د تودوخې له کبله په ټرانسپورتي خدمتونو کې د خنډ او ځنډ احتمال شته.
فورم \ دبحث خونه