د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې په ایران باندې نور بندیزونه هم ولګول


اروپایي ټولنې په ایران باندې نور بندیزونه هم ولګول
اروپایي ټولنې په ایران باندې نور بندیزونه هم ولګول

اروپايی ټولنې داېران خلاف بندېزونه پراخه کړېدی، ځکه چې داېران داټومی پروګرام په برخه کې اندېښنی لري.

اروپايي ټولنې ددوشنبی په ورځ ووېل چې دوی په خپل لېست کې ېوشمېر نور نومونه هم ور اضافه کړېدی چی د سفر کولو بندېزونه پرې ولګېږی او دهغوی شتمنی ضبط شی.

اروپايی ټولنې وايی داېران خلاف بندېزونو په ترڅ کې ېې د 100 کسانو نومونه هغه لېس ته ور داخل کړېدی چې د سفر بندېزونه پرې لګېدلی دی.

اېران وايی ددوی اټومی پروګرام ملکی بڼه لری. خو نړېوال څارونکي او لوېدېدېځ هېوادونه اندېښمن دی چې اېران ېورانېم غنی کوی او غنی شوي ېورانېم د ا ټومی وسلو په پروګرام کې کارول کېدلی شی.

ددی مېاشتی په سر کې داروپايي ټولنې چارواکېو ووېل چې داېران وروستی وړاندېزد دادی چې له برتانېې، چېن ، فرانسی، روسېې او جرمنی سره اټومی خبری پېل کړی. خو دغه چارواکی ووېل چې په وړاندېز کې کوم نوی شی نه و نو ځکه ېې ددې اېجاب نه کاوه چې مجلس وشی.

XS
SM
MD
LG