د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه د ایران د اټومي تړون د ژغورولو هڅه کوي


د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ، د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ ویلي چې د ایران اټومي قرارداد "له منځه نه دی تللی" او ددې فرصت شته چې د روان کړکېچ لپاره یوه حل لاره وموندل شي.

نن په بروکسل کې د ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پېل شوه. له مجلس مخکې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې فډریکا موګیرني په شمول ګڼو سیاستوالو په منځني ختیځ کې له روانو پوځي تحرکاتو اندېښنه ښودلې ده.

پس له هغه چې ایران تېره اونۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵ کال اټومي قرارد له پامه غورځوي او له ټاکل شويو حدودو څخه زیات یورانیم بډایه کوي، د امریکا حکومت له خپلو متحدینو څخه وغوښتل چې پر تهران د نورو بندیزونو له لګولو ملاتړ وکړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د یک شنبې په ورځ د خلکو یوې غونډې ته ویلي چې پر هېواد یې د امریکا فشارونه ناکامه شوي دي.

اروپايي ټولنه په سیمه کې د تشدد د زیاتېدو پر مخنيوي ټینګار کوي. د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فډریکا موګیرني ویلي چې په منځني ختیځ کې د "کړکېچ زور اخېستل د هېچا په ګټه نه دي او څوک ترې مستثني نه دي."

اروپايي ټولنه د ایران د اټومي تړون د ژغورولو هڅه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

XS
SM
MD
LG