د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه پر روسيې د نويو بنديزونو په اړه خبرې کوي

اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کايا کالاس ويلي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه لا هم د روسيې پر ضد د بنديزونو د يويشتمې بستې په اړه وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

خو دوي زیاتوي چې د روسيې د بنديزونو په لېست کې به د دوشنبې په ورځ (جولای ۱۳) د ۲۵۰ نورو کسانو او ادارو د شاملولو پرېکړه وکړي.

اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کايا کالاس په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې مخکې خبريالانو ته وويل، هيله لري چې د دغو ۲۵۰ کسانو او ادارو د نوملړ په اړه موافقه وشي، او دا به تر اوسه د بنديزونو تر ټولو نوی لوي نوملړ وي.

تر دې وړاندې، د لېتوانيا د بهرنيو چارو وزير، کيستوتيس بودريس، ويلي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه لا هم د روسيې پر سمندري ځواکونو د بنديز او د روسيې پر مايع طبيعي ګاز د محدوديتونو د لا سختولو په اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

اروپا داسې مهال په روسیې د بندیزونو خبره کوي چې د روسيې د مسکو سيمې والي اندري وروبيوف ادعا کوي چې د اوکراين د بې‌پيلوټه الوتکو په بريدونو کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د هوايي دفاع ځواکونو د تېرې شپې په اوږدو کې د مسکو پر سيمه ۸۱ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړې.

لدې سره هم مهاله د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د دوشنبې په ورځ په پاريس کې د اوکراين له ولسمشر ولوديمير زيلېنسکي سره وکتل، په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د اوکراين د ملاتړ کوونکي ائتلاف مشران چې د "د چمتو هېوادونو ائتلاف" په نوم يادېږي، د فرانسې په پلازمېنه کې غونډه وکړي.

زيلېنسکي له دې غونډو مخکې ويلي وو چې اوکراين به خپلو اروپايي متحدانو ته د توغنديو ضد دفاعي پروګرام وړاندې کړي، ځکه دغه هېواد هڅه کوي خپل هوايي حريم د روسيې له خوا د توغندیو د بريدونو پر وړاندې خوندي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG