د اروپا ګڼ شمیر ښارونه د اوړي له راتګ مخکې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ شوي، چې له امله یې خلکو ساحلونو، پارکونو، جهیلونو او د اوبو چینو ته مخه کړې.
د پرتګال د لیزبون ښار ته نږدې ساحلونه له خلکو او سیلانیانو ډک شول، ځکه هېواد د سختې او غیرمعمولي ګرمۍ سره مخ دی.
فرانسه هم له سختې ګرمۍ سره مخ شوې. په پاریس کې سیلانیانو وویل چې دوی د دومره تود موسم تمه نه لرله، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د فرانسې هوا پېژندنې ادارې د مې میاشتې تر ټولو ګرمه ورځ ثبت کړه.
فرانسوي چارواکو ویلي چې د ګرمۍ له امله، په مستقیم او غیر مستقیم ډول، اووه کسان مړه شوي دي. حکومت سیمهییزو ادارو ته امر کړی چې د ورزشي او عامه غونډو پر مهال د خلکو د ساتنې لپاره اضافي تدابیر ونیسي.
ایټالیا هم د کال له لومړۍ ګرمه ورځ تجربه کړه- په ځانګړې توګه د هېواد شمالي او مرکزي سیمو کې تودوخه لوړه شوه. چارواکو خبرداری ورکړی چې په توسکاني او اومبریا سیمو کې ښايي تودوخه تر ۳۵ درجې سانتيګراد زیاته شي.
په روم او میلان کې خلکو د لمر څخه د ځان ساتلو لپاره چترۍ کارولې، بوتلي اوبه یې اخیستې، او د ښارونو تاریخي سیمو او چینو ته نږدې راټول شوي وو.
په جرمني کې هم د ګرمۍ اغېزې محسوسې شوې. د کولون ښار ته نږدې کورنیو او ماشومانو جهیلونو او د اوبو تفریحي ځایونو ته مخه کړه.
په بریتانیا کې، لندن د مې میاشتې د تودوخې نوی ریکارډ ثبت کړ. د بریتانیا د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د کیو ګارډنز په سیمه کې تودوخه ۳۵ درجې سانتيګراد ته ورسېده، چې د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره د مې میاشتې تر ټولو لوړه تودوخه وه.
فورم \ دبحث خونه