د لاس رسي وړ اتصالات

جرمن مظاهره کوونکي وایي اسلام پاله مهاجر نه منو


په برلین ښار کې زرګونه مظاهره کوونکو د صدراعظمې انګیلامرکل استعفی غوښتله.
په برلین ښار کې زرګونه مظاهره کوونکو د صدراعظمې انګیلامرکل استعفی غوښتله.

په اروپا کې د اسلام پالو سخت دریځو له ویرې زرګونو خلکو مظاهرې کړي دي.

په مظاهرو کې د جرمني صدراعظمه تر سختو نیوکو لاندې راغلې او د ایټاليې او اتریش ترمنځ د سرحدي ممانعو په لری کولو انتقادونه شوي.

یوازی په برلین کې د شنبې په ورځ تر دوه زره مظاهره کوونکو د جرمني د حکومت د هغه پالیسۍ ضد شعارونه ورکول چې له مخې یي په تیرو څو میاشتو کې د منځني ختیځّ نه جرمني ته تر یوملیون زیات مهاجرینو ته د ننوتو اجازه ورکړه.

یوه مایوسه ښي اړخه ډله د برلین د یو مرکزي ستیشن بهر راغونډه شوې وه او د صدراعظمې انګیلا مرکل استعفی یي غوښته. دوئ د اسلام پالو ضد شعارونه هم پورته کړي وو.

پولیس وایي دوئ ګڼ شمیر مظاهره کوونکو د راوتلو فکر کړې و. د پولیس یو ویاند وینفراید وینزل رسنیو ته وویل ٫٫زمونږ د حساب له مخې دلته په هاپت بانهوف کې اوس څه ناڅه زر مظاهره کوونکي راټول شوي. دا ډیرلږ دي. دوئ ۵ زره اعلان کړي وو٬٬.

بلخوا په سلګونو نور خلک د هغه پلان پرضد د پولیسو سره په شخړه شوو چې غواړي د ایټالیي او اتریش په سرحد ممانع نصب کړي.

Italy Europe Migrants
Italy Europe Migrants

شاوخوا ۴ -۵ سوه مظاهره کوونکو د شنبې په ورځ ماسپښین د برینر اورګاډي ستیشن سره په سرحدې ساحه کې د هغه پلان ضد مظاهره وکړه چې امنیتي مقامات غواړي په سرحد کې ممانعې ایجاد کړي. دوئ په ايټالیوي او انګلیسۍ ژبه لیکل شوي هغه شعارونه پورته کړي وو چې وایي، سرحدونه له منځه یوسئ.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر تیره میاشت په روم کې ویلي وو چې همدا کال د لیبیا نه د مدیترانې له لارې نژدې یوملیون مهاجرینو هڅه کړې چې اروپا ته دننه شي.

د ایټالیا صدراعظم ماتیو رینزی د پنجشنبې په ورځ د جرمني له صدارعظمې سره تر خبرو وروسته وویل ايتالیا او جرمني په مطلق ډول د اتریش ددی پلان سره مخالف دي چې د ایټالیې سره سرحدې لارې بندوي.

د ایټالیې ساحلي ګارد په همدې تیره یوه اونۍ کې د مدیترانې له اوبو نه نژدې ۱۸۰۰ مهاجرین ژغورلي چې اوه سوه یي د اګستا ښار، سیسلي بندر ته رسول شوي دي. د ساحلي ګارد یو قوماندان ریکارډو ریزوټو مطبوعاتو ته وویل چې تراوسه يي د ژغورنې لس عملیات ترسره کړي. هغه وویل: د عملیاتو په نتیجه کې چې ۱۷۰۰ مهاجرینو ته نجات ورکړل شو، پدې کې سل ښځې او سل ماشومان وو. دوئ د ژغورنې په کشتیو کې تقسیم شوو چې د ګریکل په نوم کشتۍ د اګستا بندر په لور روانه شوې چیرته چې بچ شوي خلک به ځای پرځای شي٬٬.

د ۲۰۱۶ کال د می په ۲ ـ په یونان کې د موادو ترلاسه کولو لپاره راغوڼډ شوي مهاجرین
د ۲۰۱۶ کال د می په ۲ ـ په یونان کې د موادو ترلاسه کولو لپاره راغوڼډ شوي مهاجرین

د تیرکال راهیسې د عرب، افریقا او اسیا نه د یو اعشاریه دوه ملیون نه زیات مهاجرین د جګړو او فقر له امله تښتي او ټولو د اروپایي اتحاديي په لور مخه کړې ده.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG