د لاس رسي وړ اتصالات

اختصاصي: امریکا د طالبانو پر وړاندې د 'پاکستان د دفاع د حق' ملاتړ کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې واشنګټن د "طالبانو د بریدونو" پر وړاندې د "پاکستان د دفاع د حق ملاتړ" کوي.

د وزارت یوه ویاند د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته په یوه استولي ایمیل کې طالبان یو ځل بیا یوه "خاصه نړیواله ترهګره ډله" بللې او لیکلي چې دغې ډلې "د سیمې د بې ثباته" کولو لپاره "تاوتریخوالي" ته لاره هواره کړې.

د بهرنیو چارو وزارت په ایمیل کې راغلي: "متحده ایالتونه د طالبانو له بریدونو څخه د ځان دفاع کولو لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوي."

تازه راپورونو کې راغلي چې د پاکستان جټ الوتکو د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۰مه] په کونړ او پکتیکا کې ځینې سیمې بمبارۍ کړې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په دریو سیمو کې «د ځانمرګو بریدکوونکو د روزنې مرکزونه» په نښه شوي او ۲۸ کسان پکې وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې دوي به د پاکستان د بریدونو ځواب ورکړي. په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه بریدونه غندلي او دا یې د افغانستان د حاکمیت نه سرغړونه ګڼلې ده.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

طالبان پر افغانستان تر واکمنېدو مخکې، د متحدو ایالتونو سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او اجازه به نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د نورو پر ضد کار واخېستل شي.

پاکستان، د طالبانو حکومت تورنوي چې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) مشرانو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د ټي ټي پي فعالیتونه او د پاکستان ناامنۍ د هغه هېواد داخلي ستونزه بولي او زیاتوي چې دوي اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکارول شي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لیکي چې ترهګرې ډلې د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې نه د سنګر په توګه کار اخلي.

پاکستان پدې بیان چې د پاکستاني طالبانو غړي په افغانستان کې پټ دي، د طالبانو په واکمنۍ کې د کابل او کندهار په شمول، د افغانستان پر ګڼو سیمو څو ځلې بمبارې کړې چې تر ټولو خونړۍ پېښه د کابل د معتادینو پر یو لوی روغتون برید و.

په مقابل کې طالبانو د پاکستان پر پوستو ډزې وکړې او د ۲۰۲۶ کال د مارچ په میاشت کې یې ادعا وکړه چې د بې پیلوټو الوتکو په واسطه يې په راولپنډۍ، کوهاټ او کوټه کې بریدونه کړي دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دا د "امریکا او نړۍ په ګټه" بولي چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو پناه ځای ونه ګرځي او دغه هېواد خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG