د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د ماشومانو اعدام او 'دورې' وهل لغوه کړل


د سعودي عربستان حکومت د هغو کسانو اعدام لغوه کړ چې په ماشومتوب کې د جنایت په تر سره کولو په اعدام محکوم شوي و.

د سعودي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همدارنګه د دورې وهلو د مخنیوي خبر هم ورکړی دی.

دغه کمېسیون د تیرې یکشنبې په ورځ اپرېل۲۷(غويي۷) وویل چې د شاهي فرمان پر اساس د سعودي له جزا قانون څخه دغه مجازات لغوه شول.

د سعودي چارواکو ویلي تر دې وروسته هغه ماشومان چې جنایت تر سره کوي، په لس کاله یا تر هغه کم بند باندي محکوم کیږي چې د خپل بند موده به د ماشومانو په زندان کې تیروي.

د دغه فرمان پر اساس تمه کیږي د هغو شپږو تنو اعدام هم لغوه شي چې دا مهال په زندان کې د مجازاتو په تمه ناست دي.

دغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه کم و د عرب پسرلي پرمهال د حکومت ضد مظاهرو کې پر ګډون کولو تورن دي.

دغه اقدامات په یاد هیواد کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په هدف د عربستان د ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان له هڅو څخه بلل کیږي.

عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اعدام کچه پکې لوړه ده او په هغه هیواد کې د بشري حقونو پر وضعیت تل انتقادونه شوي دي.

په سعودي عربستان کې د قتل، جنسي تیري، وسله والو غلاو، د مخدره موادو د قاچاقبرانو لپاره مجازات اعدام دی.

XS
SM
MD
LG