د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امر الله صالح پر دفتر برید شوی


دا برید نن د یکشنبې په ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې او ۴۰ دقیقې، د کابل په پنځلسمه حوزه کې د شهید څلور لارې ته نږدې شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چاودنه تائيد کړې او ویلي یې دي، چې برید د امرالله صالح په مشرۍ د "زرغون بهیر" پر مرکزي دفتر شوی دی.

مقامات وایي د لومړنیو شمیرو له مخې نن د یکشنبې د ورځې په برید کې تر اوسه نهه تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپیان دي. په وژل شویو کې یوه ښځه شامله ده.

ولسمشر غني هم دا پېښه غندلې دي او په خپل ټویټر کې یې لیکلي دي چې په برید کې ښاغلي صالح ته زیان رسېدلی نه دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې لومړی د "زرغون بهیر" د مرکزي دفتر مخې ته چاودنه شوې او وروسته وسله‌وال دغه دفتر ته دننه شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، چې ځانګړي پولیس سیمې ته رسیدلي دي او د وسله‌والو بریدګرو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي.

د زرغون بهیر دوو غړو امریکا غږ ته ویلي، چې امر الله صالح د برید پر مهال په دفتر کې وو او برسیرن ټپي شوی دی.

دغو سرچینو زیاته کړې، چې ښاغلی صالح د پېښې له ځای څخه ایستل شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند د ښاغلي صالح ټپي کیدل رد کړي دي.

د افغانستان زرغون بهیر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پېښې شاهدان وايي، چې په سیمه کې د دوو پرله پسې چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اوردیل کیږي.

د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د امرالله صالح په مشرۍ د افغانستان د زرغون بهیر پر مرکزي دفتر برید په داسې حال کې شوی، چې نن د زمري په شپږمه د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کمپاین لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

ښاغلی صالح په دغو انتخاباتو کې د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال دی.

XS
SM
MD
LG