د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۹ نور یې ټپيان کړي


دغه چاودنه نن مازدیګر د کابل ښار په تایمني سیمه کې شوې ده
دغه چاودنه نن مازدیګر د کابل ښار په تایمني سیمه کې شوې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي پر وینا، په دې چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او د څلورو ښځو په ګډون ۱۹ کسه ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د کابل پولیسو د دغه برید په تړاو درې شکمن کسان نیولي دي.

د ښاغلي صدیقي د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې یو کاسټر ډوله موټر د چسپکي ماین په مټ په نښه شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده، چې په نښه شوی کاسټر موټر کومې ادارې پورې تړاو لري، خو ښاغلي صدیقي وویل، چې پولیسو په دغه موټر کې د روشن مخابراتي شرکت د پیژند کارټونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشراتو رئيس محمد اسمعیل کاؤسي امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه د پیښې له ځای څخه یو مړی او یولس ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د چاودنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG