د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي په کابل کې د عاشورا په مراسمو برید دوي کړی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د عاشورا په مراسمو برید دوي کړی او ویلي دي چې په برید کې شل کسان وژل شوي او ټپي شويدي.

خو طالبانو بیا ویلي چې په برید کې یوازې ۸ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپي شویدي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ اګسټ پنځمه (زمري ۱۳) دا چاودنه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې: «نن د کابل ښار شپږمه حوزه کې د ملکي خلکو په یوه کراچۍ کې چاودنه وشوه چې زموږ ۸ تنه مظلوم هېوادوال شهیدان او ۱۸ نور ټپیان شول.»

دمخه تر دې په کابل ښار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي وو چې د کابل په لویدیځ کې د شپږمې حوزې په سرکاریز سیمه کې پدې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د پیښې عیني شاهدانو ویلي وو چې د مرګ ژوبلې کچه تر هغه زیاته ده چې د کابل پولیسو رپوټ کړې ده.

په کابل کې دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوې چې نن د محرم د میاشتې اومه نیټه ده او د دوشنبې په ورځ د محرم په لسمه د عاشورا ورځ نمانځل کیږي.

د داعش د خراسان څانګه چې تر ډیره د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري تر ډیره یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د شیعه مذهبو پر مذهبي اماکنو باندې مرګوني بریدونه کړي دي.

د افغان رسنیو د رپوټونو له مخې طالبانو خبرداری ورکړی چې د امنیتي ګواښونو په پام کې نیولو سره دې د عاشورا ورځ دننه په جوماتونو او تکیه خانو کې ونمانځل شي او د لاریونونو څخه دې ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG