د لاس رسي وړ اتصالات

د ګردیز د شعیه ګانو پر جومات برید کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي


د گردیز ښار د خواجه حسن جومات
د گردیز ښار د خواجه حسن جومات

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرکز ګردیز په ښار کې نن د جمعې په ورځ (زمري ۱۲ مه) شاوخوا ۱:۳۰ بجې د خواجه حسن په نوم د شعیه ګانو په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګو بریدګړو بریدکړی.

د پکتيا د امنيې قوماندان جنرال رازمحمد مندوزی وايي چې د مړو شمېره ۳۵ او ټپيانو ۹۴ تنو ته ورسيد. هغه وايي ۱۷ ټپيان چې روغتيايي وضعيت يې نازک و، کابل ته يې انتقال کړي دي​.

امنیتي مقامات وایي په پیښه کې د زیات شمیر کسانو د ټپي کیدو او د هغوی د نازک روغتیایي حالت په وجه د تلفاتو شمیر کیدای شي تغییر وکړي.

دمخه د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د امریکا غږ وویل چې د خواجه حسن په جومات باندې په برید کې ٢٩ تنه وژل شوي او ٨١ تنه ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان جنرال رازمحمد مندوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، چې دوه ځانمرګو بریدګرو لومړی په لمونځ کوونکو د سپکو وسلو ډزې کړي او بیا یې د خلکو په منځ کې ځان پورې تړلو چاودیدنکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

له برید وروسته د گردیز د خواجه حسن جومات وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولایت خان احمدزي د پیښې په لومړو شیبو کې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د عامې روغتیا روغتون ته څلور جسدونه او ۶۰ ټپیان وروړل شوي دي.

هغه وویل د پیښې ډیر ټپیان د ۲۰۳ تندر قول اردو روغتون ته لیږدول شوي دي.

طالبانو یو ویند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې طالبان د خواجه حسن پر جومات په برید کې لاس نه لري.

د ارگ غبرگون

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله د "جنایت او ضد اسلامي" گڼلې او ویلي یې دي چې "تروریستانو د ملکي وگړو په نښه کولو او پر جوماتونو باندې په برید سره یو ځل بیا خپل ناولې څیره په ډاگه کړه چې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو سره په ټکر کې دي".

جمهور رئیس غني همداشان پدې اعلامیه کې ویلي دي چې "د ترهگرو دغه ډول له جنایته ډک اعمال زمونږ د خلکو ترمنځ مذهبي توپیر نشي رامنځ ته کولای".

دمخه معلومات

د پکتیا امنیه قومندان جنرال رازمحمد مندوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته په دغه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه تائید کړه، خو په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولایت خان احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پیښې له ځایه یو شمیر جسدونه او ټپیان روغتنون ته وروړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG