د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د استانبول د برید ملامتي د کردانو په کارګر ګوند واچوله


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د استانبول په یوې کوڅې کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي، د یکشنبې د ورځې د برید ملامتي چې شپږ تنه پکې وژل شوي او څه باندې ۵۰ ټپي شوي د کردانو په کارګر ګوند (پي کې کې ) واچوله.

دې وزارت همدارنګه ویلي چې د برید په تړاو یې یو مشکوک شخص نیولي خو د برید کوونکي د هویت په هکله یې څه ندي ویلي.

د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویولو په یوې اعلامیې کې چې دولتي خبري اژانس اناتولیا خپره کړې ویلي، " هغه کس چې بم یې ځای په ځای کړی و، نیول شوی".
ښاغلي سویلو همدارنګه وویل، " زمونږ د معلوماتو له مخې، د پي کې کې ترهګر سازمان (د دې برید) مسؤل دی."

د کردانو کارګر ګوند چې ترکیې او غربي متحدینو یې د ترهګرو سازمانانو په لیست کې اچولې، د ۱۹۸۰ لسیزې راپدیخوا د ترکیې په جنوب ختیځ کې خونړی بغاوت پیل کړی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا «ناوړه برید» غندلی او ویلي‌ دي چې په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي. نوموړي په خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ اړوندې ادارې کار کوي چې د دغه ناوړه برید مرتکبین پیدا کړي.»

نوموړي وویل چې د لومړنیو نښو نښانو څخه ښکاري چې دا «یو ترهګریز برید»‌ وي خو زیاته یې کړه چې «د ترهګرۍ له لارې د ترکیې او د ترکیې د ولس د نیولو هدف به نه نن پوره شي او نه هم سبا».

د استانبول والي علي یرلیکایا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په چاودنې کې خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کې چې په سیمه کې لوګي پورته کېږي او د چاودنې غږ اورېدل کېږي او خلک تښتي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس په سیمه کې امبولانسونه مم لیدل شوي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي چې په چاودنې کې هټیو ته هم زیان رسېدلی او څلور لارې تړل شوې ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې داعش او کردي وسله والو په ترکیه کې د دا ډول بریدونو د کولو ادعاوې کړي.

XS
SM
MD
LG