د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک کې د پولیسو د مهماتو په چاودنه کې شپږ تنه ټپیان شوي


د کندهار په سپین بولدک کې چاودنه د سرحدي پولیسو د مهماتو په یوه زیرمه کې شوې ده
د کندهار په سپین بولدک کې چاودنه د سرحدي پولیسو د مهماتو په یوه زیرمه کې شوې ده

د کندهار د ولایت د سپین بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې د پولیسو د مهماتو په یو ډیپو کې تیره شپه چاودنه شوې، چې له امله یې د څلورو ډاکټرانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ یو صاحب منصب غورځنګ افریدي امریکا غږ ته وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو یوه اندازه مهمات په یو کانټینر کې ځای پرځای شوي وو، چې د هوا د ګرمیدلو له امله تیره شپه دغه مهمات چاودیدلي دي.

هغه وویل چې له چاودنې وروسته د جاودنې په خای کې د یو ساعت لپاره اور هم لګیدلی وو، چې بیا وروسته د پولیسو د هڅو په پایله کې اور مړ شو.

د کندهار د سرحدي پوليسو د مهماتو په یوه زیرمه کې د چاودنې له کبله د سپین بولدک د روغتون د ډاکترانو په شمول ۶ تنه ټپیان شوي.

د سرحدي پوليسو یوه قرار ګاه د سپین بولدک د ۲۵ بستریز روغتون له ودانۍ سره په څنګ کې پرته ده.

که څه هم غورځنګ افریدي د دغې چاودنې په اړه ډیر جزئیات ورنکړل، خو دا یې تائید کړه چې په چاودنه کې د سپین بولدک ۲۵ بستریز د روغتون ته هم زیان رسیدلی.

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالرشید الکوزي امریکاغږ ته وويل چې په پېښه کې څلور ډاکتران ټپیان شوي او د روغتون ودانۍ ته هم ډیر زیان رسیدلی دی.

د سپین بولدک روغتون ته د دغې ولسوالۍ سربیره د پنځو نورو سرحدي ولسوالیو ناروغان هم د درملنې لپاره وروړل کیږي.

د سپین بولدک سرحدي ولسوالي د کندهار یو مهم اقتصادي او تجارتي مرکز دی، چې هره ورځ د دغې ولسوالۍ له لارې په زرګونو خلک د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ ګوي.

د دغې ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې یې د چاودنو له امله تیره شپه نا ارامه تېره کړې ده.

د هلمند عملیات

په هلمند ولایت کې افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د نیولو لپاره یې په روانو عملیاتو کې لس کیلو مټره سیمه بیرته له خپلو وسله والو مخالفانو څخه نیولې ده.

افغان امنیتي چارواکي وایي چې دا عملیات درې ورځې وړاندې پیل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل چې نظامي عملیات د لښکرګاه له امنیتي کمر بند څخه پيل شوي او د ناوې ولسوالۍ تر ټولو هغو سیمو پوري به دوام پیدا کړي چې افغان امنیتي ځواکونو قوماندانانو يې د نیولو پلان ترتیب کړی دی.

ښاغلي ځواک وویل، چې پدې عملیاتو کې د قاطع ماموریت هوايي ځواک له افغان هوايي قواوو سره یو ځای له ځمکنیو عملیاتو سره همکاري لري.

ښاغلي ځواک وویل " تر اوسه پدې عملیاتو کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي د امنیتي او دفاعي قواوو څخه ۲ تنه وژل شوي او ۶ تنه يې هم ټپیان دي د ناوې ولسوالۍ د مرکز په ګډون به عملیات تر ټولو هغو سیمو ورسیږي چي تهدید په کې موجود دی".

ناوه د لښکرګاه په جنوب کې له ښار سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده چې له تیرو ۸ میاشتو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه وتلې ده.

د هلمند له ۱۳ ولسوالیو څخه يې باغران، نوزاد،دیشو، موسی کلا او ناوه ولسوالي له دولتي حاکمیت څخه بهر دي خو چارواکي وايې چي د ناوې ولسوالۍ تر نیول کیدو وروسته د نورو ولسوالیو د نیول کیدو لپاره هم عملیات غځوي.

د سنګین په ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو د ولسوالۍ مرکز پریښی او د دغې ولسوالۍ وړاندې یې مرکز جوړ کړی دی، وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ په ډیرو برخو باندې کنټرول لري.

وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ د عملیاتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG