د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د انتخاباتو په درشل کې د سیاسي اعلاناتو په هکله د فیسبوک نوې تګلاره 


د فیسبوک شرکت د سه شنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۷) وویل چې د فیسبوک د کاروونکو له لورې خپاره شوي سیاسي اعلانونه به په یوې ټاپې باندې وپوښي چې ونه لوستل شي.

فیسبوک دا کار د هغو انتقادونو په غبرګون کې کوي چې د کلونو راهیسې د انتخاباتو د شفافیت په اړوند پدې ستره ټولنیزه شبکه کې د خپریدونکو سیاسي اعلاناتو په هکله موجود وو.

وروسته له هغې چې روسیه د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورنه شوه، فیسبوک د روسیې د اوازو د خپرولو په مخنیوي کې د پاتې راتللو په وجه تر انتقادونو لاندې راغی.

فیسبوک د ۲۰۱۸ کال راهیسې د سیاسي اعلاناتو په خپرولو کې یې د مسولیت نه اخیستلو ټاپه ورزیاته کړې ده او کاروونکو ته خبر ورکوي چې دغه اعلان لپاره پیسې ورکړل شوي دي.

خو کله چې د فیسبوک کارونکي دغه اعلانات پر خپله پاڼه باندې شریک کړي د فیسبوک له لورې د عدم مسولیت لګول شوې ټاپه له منځه ځي او د یو عادي پست په توګه ښکاري، کوم چې د منتقدینو په اند غلط معلومات پدغه ټولنیزه شبکه کې لاس په لاس ګرځي.

د فیسبوک د تولید یوه مدیره سارا شیف چې دغه نوی بدلون څاري وایي اوس هر هغه سیاسي اعلان چې پدغه شبکه کې لاس په لاس ګرځي هغه به یوه ټاپه ولري چې کاروونکي پوه کړي چې دغه یو اعلان دی.

فیسبوک د روانې میاشتې په لومړیو کې پدې شبکه کې د دولتي خبري اژانسونو د محتویاتو لپاره هم ورته ټاپه جوړه کړه، خو هغه هم وروسته له شریکولو څخه له منځه تلله.

فیسبوک تر فشار لاندې دی چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د نومبر د درېیمې نیټې انتخاباتو په درشل کې د ناسمو معلوماتو په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د امریکا د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو ته یو دموکرات نوماند تیره اونۍ د فیسبوک له رئیس مارک زاکربرګ نه وغوښتل چې سیاسي اعلانونه د حقیقت موندنې نه مستثنا کړي.

خو ښاغلي زاکربرګ پدې استدلال چې رای ورکوونکي باید وتوانیږي چې د سیاسي مشرانو څرګندونې وارزوي او دقت وکړي، د محتوا د شفافیت لپاره چې پدغه شبکه کې خپریږي نوې تګلاره غوره کړه.

د فیسبوک کمپنۍ د داسې غوښتنو سره مخامخ ده چې د امریکا د نومبر د درېیمې نیټې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دمخه هڅه وکړي چې د غلطو معلوماتو ضد مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG