د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک هانګ کانګ ته تر اوبو لاندې د کیبل تېرولو پروژه بنده کړه 


د امریکا حکومت هانګ کانګ ته دکیبل تیرول خپل ملي‌امنیت ته خطر ګني
د امریکا حکومت هانګ کانګ ته دکیبل تیرول خپل ملي‌امنیت ته خطر ګني

د فیسبوک ټولنیزه شبکه وايي د امریکا او چین ترمنځ د شخړې له کبله یې، هانګ کانګ او تایوان ته تر اوبو لاندې د ۱۲۰۰۰ کیلو مټرو د کیبل تېرولو پروژې بندې کړې.

د دغې شبکې یو ویاند والسټریټ ژورنال ته وویل چې دا پروژه یې د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت له فشار وروسته لغوه کړه. امریکا وايي چې دا پروژه یې ملي امنیت ته بالقوه ګواښ دی.

د فیسبوک شبکې یو ویاند د والسټریټ ژورنال ته چې دا خبر یې خپور کړی، وویل: « د امریکا د متحدو ایالتونو او هانګ کانګ ترمنځ د مخامخ ارتباطاتو په اړه د امریکا د حکومت له اندېښنو وروسته مو پرېکړه وکړه چې د خپل فدرال د ارتباطاتو د کمېسیون غوښتنه بېرته واخلو.»

د فیسبوک د ټولنیزې شبکې ویاند زیاته کړه: «موږ د ټولو خواو سره د سیستم د تنظیم لپاره کار کولو ته لیوال یو چې د امریکا د حکومت اندېښنو ته ځواب ووایو.»

د فیسبوک شبکې د «چین ټیلیکام» او ځینو نورو شبکو سره په ګډه په ۲۰۱۸ کې د دغې پروژې د پیلولو لپاره د اجازې غوښتنه کړې وه.

د دغې پروژې اصلي کار دا و چې د ښکېلو غاړو ترمنځ معلوماتو رسولو بهیر چټک کړي.

دا اول ځل نه دی چې هانګ کانګ ته د داسې کوم کیبل د غځولو پروژه بندیږي.

د ۲۰۲۰ د سپتمبر په میاشت کې ګوګل او فیسبوک «ارام اقیانوس د رڼا کیبل شبکه» چې هانګ کانګ، تایوان او فلیپین یې سره نښلوي، هم لغوه کړه.

په همدغه وخت کې د فیسبوک او امازون شرکتونو د سان فرانسیسکو او هانګ کانګ ترمنځ د کیبلو تېرولو یوه بله پروژه هم لغوه کړې ده.

XS
SM
MD
LG