د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک له تلویزونونو سره نوې سیالۍ ته وردانګي


د فیسبوک ټولنیزه شبکه هم غواړي چې د تلویزونو او ویډیوګانو د روان ګرم بازار په سیالۍ کې ورګډه شي.

د فیسبوک شبکه پلان لري چې پر اوسنیو خدماتو سربېره، د با کیفیته او ښو ویډیوګانو پر یوې منبعې هم بدله شي. د فیسبوک مشر مارک زاکربرګ په دې اړه په خپل فیسبوک کې اعلان خپور کړی دی.

ښاغلي زاکربرګ لیکلي دي چې په فیسبوک کې به د "واچ" انتخاب هم ورزیاتوي. د "واچ" انتخاب به د فیسبوک ټولو کاروونکو، فلم جوړوونکو او نورو ته دا زمینه برابره کړي چې خپلې ویډیوګانې او ویډیې تولیدات پر فیسبوک خپاره کړي.

په اصل کې به په فیسبوک کې د دغو ویډیوګانو لپاره یوه زیرمه جوړیږي چې خلک به له یو بل سره خپلې ویډیوګانې او تولیدات شریکوي او په اړه به یې خبرې کوي.

د دغه پروګرام ازمايښتي پړاو یوازې په امریکا کې پیلیږي او د فیسبوک شبکه ويي چې په راتلونکې به د نړۍ نورو برخو کې هم دا کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG