د لاس رسي وړ اتصالات

هغه ملیاردر چې د کال یو ډالر تنخواه لري


د فیس بوک اجرائیوي مشر، مارک زکربرګ
د فیس بوک اجرائیوي مشر، مارک زکربرګ

د فیسبوک د شرکت ارزښت ۱۰۷ ملیارده امریکایي ډالر دی خو د همدې شرکت د باني او اجرائیوي مشر مارک زکبرګ کلنۍ تنخوا د کال یو ډالر دی. دا د فیس بوک په شرکت کې د ټولو نه کم معاش دی.

د بزنس انسایډر په نامه د اقتصادي چارو د مجلې په راپور کې ویل شوي چې د فیس بوک شرکت د ښاغلي زکبرګ د خوندیتوب، سفرونو او پروازونو ټول لګښتونه ورکوي.

د مجلې په راپور کې ویل شوي چې د فیس بوک د شرکت ډیری لوړ پوړي مامورین چې د سافټ ویر انجیران، د محصولاتو مدیران او د شرکت وکیلان پکې شامل دي د سلو زرو نه نیولې تر ۲۶۵ زرو امریکایي ډالرو پورې معاش لري.

امریکایي شرکتونه چې د بهرنیو هیوادونو اتباع د کار لپاره ګماري، د ویزې د اخیستو په غوښتنلیکونو کې باید هغوي تنخواګانې هم واضح کړي. د بزنس انسایډر مجلې د فیس بوک د کار کوونکو د ویزې اسناد کتلي او د هغوي د تنخواګانو جزیات یې خپاره کړي.

د فیس بوک تر څنګ په امریکا کې د ټکنالوژۍ غټو شرکتونو لکه ګوګل او امازون د بهرنیو هیوادونو یو شمیر اتباع پخپلو شرکتونو کې په کار ګمارلي دي.

XS
SM
MD
LG