د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د نیوکو وروسته د فیسبوک مشر خپله دفاع کړي


د امریکا ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ په خپل یو ټویټ کې د فیس بک په هکله لیکلي و چې فیس بک د "ټرمپ ضد" دی او د نورو رسنیو سره یو ځاې د ټرمپ ضد کار کوي.

د ټرمپ د دغو تورونو په ځواب کې د فیس بک مشر مارک زکربرگ د فیس بک دفاع کړیده او ویلي یې دي چې فیسبک هر چا ته د خپلې راې د څرگندولو اجازه ورکوي. ښاغلي زکربرگ زیاته کړه چې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوران کې د امریکا دواړو گوندونو په فیس بک نیوکې کړي وی خو وې ویل چې د دې وجه دا ده چې فیس بک دواړه سیاسي اړخونه یو شان کاروي.

ښاغلي زکربرگ وویل چې د امریکا د ٢٠١٦ کال انتخابات لمړنی ځل و چې برخه اخیستونکو په انټرنیټ انتخاباتي کمپاین کاوه او د یو بل سره یې په فیس بک تماس نیوه.

هغه زیاته کړه چې د انتخاباتو د نتایجو په هکله داسې ویل چې گوندې د فیس بک د وچې بدل شوې دي، بیخی د منلو وړ نه ده.

د یادونې وړ ده چې په فیس بک دا تور هم لگیدلی دی چې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوران کې د روسیې زیات شمیر جاسوسانو جعلي اکاونټونه جوړ کړي و چې د امریکا په انتخاباتو کې د مداخلې کوښښ وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توگه په رسنیو انتقادونه کوي او په فیس بک یې هم ځینې اعتراضونه کړیدي خو دا لمړنی ځل دی چې په فیس بک دا تور لگوي چې گوندې فیسبک "ټرمپ ضد" دی.

XS
SM
MD
LG