د لاس رسي وړ اتصالات

FATA په خیبرپښتونخوا ورگډیږي؟


د باکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو (FATA) په خیبر پښتونخوا کې د شاملیدو لپاره یوه لایحه وړاندي کیږي چې تمه ده اکثریت به یې په پلوۍ رای ورکړي.

په پاکستان کې ملکي او پوځي مشرانو د قبایلي سیمو د خیبر پښتونخوا په صوبې کې د شاملیدو د لایحې ملاتړ کړیدی. پدی برسیره د حکومت مخالفه گوندونو غړي یې هم ملاتړ کوي.

په پارلمان کې د شنبې په ورځ په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په موضوع یوه غونډه وشوه چې څو ساعته یې دوام وکړ. د دغې غونډې نه وروسته په خپرې شوی اعلامیې کې ویل شوي د ټولو اړخونو د رایو د اوریدو نه وروسته او ټولو مسلو ته په پام سره دغه کمیټه اعلان کوي چې قبایلي سیمې یا فاټا دې په خیبر پښتونخوا کې شامل شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان دوه سیاسي گوندونه د پښتونخوا ملي عوامي گوند او جمعیت علما اسلام د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د شاملیدو مخالفه دي.

د پاکستان د تحریک انصاف، د پیپلز گوند او ځینې نورو گوندونو د شنبې په ورځ د یوې غونډې نه وروسته اعلان وکړ چې د می په ٢٣ به دغه لایحه په پارلمان کې وړاندي کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان اوسنې حکومت د مې په ٣١ خپله ٥ کلنه دوره ختموي او سیاسي گوندونه به د راتلونکي انتخاباتو تیاری پیلوي.

د پېښور یو وکیل او د بشري حقونو مبارز کامرن عارف امریکا غږ ته وویل چې د فاټا اوسیدونکو د ډیرې مودې راهیسې دا غوښتنه لرله او اوس به دا پریکړه د هغوي د خوښې سره سمه پریکړه وي.

داسې ویل کیږي چې قبایلي سیمې به د یو کال په مودې کې په مکمل ډول په خیبر پښتونخوا کې شاملې شي. د پاکستان صدراعظم دا اعلان هم کړیدی چې په ٢٠١٩ کال کې به په قبایلي سیمو کې انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG