د لاس رسي وړ اتصالات

FBI سوریه کې د امریکایي خبریال پیدا کوونکي ته ۱ میلیون ډالر انعام ورکوي


د آسټین ټایس مور او پلار وایي باور لري چې زوی یې ژوندي دی.
د آسټین ټایس مور او پلار وایي باور لري چې زوی یې ژوندي دی.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې ویلي دي که چا په سوریه کې د ورک شوي امریکایي خبریال د پیدا کیدو لپاره معلومات ورکړل، ۱ ملیون امریکایي ډالر انعام ورکوي.

دغه خبریال، آسټین ټایس نومیږي او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره یې کار کاوه.‌هغه په ۲۰۱۲ کال کې سوریې ته د جګړې په اړه د راپور ورکولو لپاره تللی و چې بې درکه شو. خبریال آسټین تر نیول کیدو یوه میاشت وروسته په یوې لنډې ویډیو کې راښکاره شو خو بیا یې تر ننه پورې څرک ندی لګیدلی.

تر اوسه نده معلومه چې آسټین ټایس په سوریه کې چا تښتولی ځکه چې تر اوسه د هغه د خوشې کیدو په بدل کې هیڅ کومې ډلې کومه غوښتنه نده کړې.‌د امریکا د استخباراتو ادارې د خلکو نه غوښتي دي‌ چې د دې خبریال د ځای ځایګي په هکله معلومات ورکړي.

ایف بي آی تر اوسه ندي ویلي چې ولې یې د دې خبریال د پیدا کیدو پر سر انعام ایښي او دا یې هم ندي ویلي چې آیا دې خبریال په هکله ورته تازه معلومات چا ورکړي که نه.

د ټایس مور او پلار ویلي دي چې باور لري زوی یې لا هم ژوندی دی او وایي د سوریې او امریکا حکومتونو ورته ډاډ ورکړی چې زوی به یې پیدا کړي.‌

XS
SM
MD
LG