د لاس رسي وړ اتصالات

ایف بي آی: تیر کال امریکا کې په ډزو د خلکو د وژلو پیښې ډیرې وې


د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) په تازه راپور چې دوشنبه مې ۲۳ (غبرګولي۲) خپور شوی، ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې هغه پیښې ډیرې وې چې یو یا ډیرو کسانو په ګڼ میشتو سیمو کې خلک په ډزو وژلي او یا یې د وژلو هڅه کړې.

د ایف بي آی په راپور کې ویل شوي چې پدې پیښو کې د برید کوونکو پرته ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپي شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله دا ډول پیښې پنځوس په سلو کې ډیرې شوې او د تیرو پنځو کالونو په پرتله دوه چنده ډیرې شویدي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره دا ډول پیښې (Active Shooter) بولي او هغه پیښې دي چې یو یا څو افراد پداسې ځای کې خلک په ډزو وژني او یا یې د وژلو هڅه کوي چې ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي.

دا ډول پیښې د ډله ایزې وژنې سره توپیر لري ځکه په متحده ایالاتو کې ډله ایزې وژنې هغه ډول پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې څلور او تر دې پورته کسان وي او په عامه او شخصي ځایونو کې پیښیږي.

ایف بي آی دا راپور پداسې حال کې خپروي چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې یو ۱۸ کلن تنکي ځوان د امریکا د نیویارک په ایالت کې په یوې مغازې کې په خلکو ډزې وکړلې او لږ تر لږه ۱۰ تنه یې ووژل او ۳ نور یې ټپي کړل.

پیښه د دې ایالت د بفالو د ښارګوټي پداسې یوې سیمې کې وشوه چې ډیری اوسیدونکي یې تور پوستي امریکایان دي.

ایف بي آی د نیویارک په ایالت کې دا پیښه د "کرکې جرم" پر بنسټ پلټي او د افراطي تشدد داسې پیښه یې بولي چې د نژاد پر اساس کیږي.

د دې فدرالي ادارې په راپور کې ویل شوي کوم ارقام چې دې ادارې د تیرو پنځو کالونو پیښو په هکله راټول کړي پکې ښودل کیږي چې په ډزو د خلکو د وژل کیدو پیښې مخ پورته روانې دي.

په ۲۰۲۰ کال کې دا ډول ۴۰ پیښې شوې او په ۲۰۱۷ کې بیا یوازې ۳۰ دا ډول پیښې په متحده ایالاتو کې ثبت شوي.

ایف بي آی ویلي چې د تیر کال د ډزو په پیښو کې ۶۱ برید کوونکو لاس درلود چې ۱۱ یې خپل ځانونه وژلي، ۱۸ یې پولیسویا عامو خلکو وژلي او پاتې نور یې ژوندي نیول شوي.

XS
SM
MD
LG