د لاس رسي وړ اتصالات

ایف بي آی: تیر کال په امریکا کې د کرکې پر اساس جنایي پیښې کمې وې


د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې په کلني راپور کې دوشنبه ډسمبر ۱۲ (لیندي۲۱) ویلي چې د تیر کال په پرتله د قانون د تطبیق ادارو د کرکې پر اساس د لږو جرمونو راپور ورکړی.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې په ټول هیواد کې د څه باندې ۱۸ زرو قانون د تطبیق ادارو څخه ۴ زرو یې تیر کال د کرکې پر اساس د هیڅ جرم راپور ندی ورکړی او پدې معنی چې د ایف بي آی لخوا د دا ډول جرمونو په هکله د معلوماتو په راټولولو کې د پولیسو ونډه ۶۵ په سلو کې وه پداسې حال کې وړم کال دا ونډه ۹۳ په سلو کې وه.

د ایف بي آی په راپور کې راغلي چې تیر کال په متحده ایالاتو کې د کرکې پر اساس ۷۲۶۲ جنایي پیښې شوي پداسې حال کې په ۲۰۲۰ کال کې ۸۲۶۳ دا ډول پیښې شوې وې.

خو بل پلو یو شمیر ادارې چې په امریکا کې دا ډول جرمونه څاري او ارزیابي کوي ادعا لري چې د فدرالي تحقیقاتو لخوا ورکړل شوي ارقام دقیق ندي ځکه چې دې ادارې معلومات د بیلا بیلو ډیټابیسونو څخه اخیستي او ځیني پیښې ښایي پدې ډیټابیسونو کې نه وي ثبت شوي.

د کلیفورنیا په دولتي پوهنتون کې د کرکې او افراطیت د څیړنې مرکز مشر براین لیون امریکا غږ ته ایف بي آی ځکه د کرکې پیښو شمیر لږ ښودلی چې ځینو ادارو ورته معلومات ندي ورکړي.

هغه زیاته کړه، "‍ کله چې وینو په غټو ښارونو او ګڼ شمیر ایالتونو کې د لسیزو سوابق ماتیږي او په دریو یوه برخه ادارې د ایف بي آی په راپور ورکولو کې برخه نه اخلي، نو ساده پدې معنی چې د هغه څه په هکله چې په ټول هیواد کې روان دي، رسمي انځور نلرو".

خو بل پلو بیا ایف بي آی ویلي سره لدې چې د پولیسو ځینې ادارې په نوي سیستم کې برخه نه اخلي خو هغه ادارې چې پدې سیستم کې یې برخه اخیستې ویلي چې په ټولیزه توګه د ډول پیښې ډیرې شوې.

د دې ادارې یو چارواکي د راپور تر خپریدو وړاندې خبریالانو ته وویل، " سره لدې چې مونږ ته د کرکې پر اساس د راپور شویو جنایي پیښو ارقام کم شوي خو په ټولیزه توګه د دا ډول پیښو شمیر کم شوی ندی او پدې معنی چې هغه ادارې چې مونږ ته راپور راکوي، ویلي یې دي چې دا ډول پیښې ډیرې شوې".

د کرکې پر اساس د جنایي پیښو په هکله د ایف بي نوی سیستم چې د پیښې پر اساس د راپور ورکوونکې ملي سیستم نومیږي، د دا ډول پیښو لپاره پکې ډیر جزیات غوښتل شوي او د ایف بي آی په وینا دلیل یې هم دا دی چې وکړی شي چې د دا ډول جنایي پیښو سره په سمه توګه مبارزه وکړی شي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې همدرانګه ویلي د روزنې او نوښتونو یو لړ پروګرامونه یې پیل کړي تر څو د پولیسو ادارې وکړی شي د کرکې پر اساس د جنایي پیښو په هکله په نوي سیستم کې په سمه توګه معلومات ثبت او دې ادارې ته یې راپور کړي.

XS
SM
MD
LG