د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرکې په بنسټ جرمونو سره مبارزه ډیره شوې


د امریکا د فدرالي تحقیاقتو ادارې په کلني راپور کې چې پنجشبه اکټوبر ۲۱ (تلې ۲۹) خپور شوی راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په متحده ایالاتو کې نږدې ۷۵۰۰ داسې جرمونه ثبت شوي چې د کرکې پر بنسټ شویدي.

پدې راپور کې چې د امریکا د قانون د تطبیق د ۱۸ زرو ادارو نه د راټولو شویو معلوماتو پر اساس ترتیب شوی، راغلي چې په امریکا کې په تور پوستانو او آسیایي نژادانو د کرکې په اساس بریدونه ډیر شویدي.

سره لدې چې دا معلومات حیرانونکي دي خو څیړونکي پدې اند دي چې په متحده ایالاتو کې لا هم ډیر د کرکې په بنسټ جرمونه کیږي چې څوک یې پولیسو ته راپور نه ورکوي.

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (ایف بي ‎آی) د اکټوبر په میاشت کې په ټول هیواد کې د پوهاوي یو کمپاین پیل کړ او هغوي چې د کرکې په اساس د جرم قربانیان وو، وهڅول چې پدې هکله د قانون د تطبیق ادارو ته راپور ورکړي.

د مسیسیپي ایالت لپاره د ایف بي آی د ادارې مسؤل جرمیکا فومبي په یوې اعلامیې کې ویلي چې "د کرکې پر بنسټ جرایم چې د هر چا په خلاف کیږي، د زغم وړ ندي".

پدې ایالت کې په لوحو او او بسونو کې اعلانونه خپاره شوي چې څنګه خلک کولی شي د کرکې پر بنسټ د جرمونو په باره کې پولیسو ته راپور ورکړي.

بل پلو څیړونکي په متحده ایالاتو کې د کرکې پر بنسټ د جرمونو په هکله د تحقیقاتو د فدرالي د ادارې کلني راپور نیمګړی بولي. مایکل لایبرمین چې د مدني حقونو د سلا مشورې په یوې ادارې کې څیړونکی دی امریکا غږ ته وویل چې په ۷۰ ښارونو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو د کرکې پر بنسټ د جرمونو په هکله د تحقیقاتو فدرالي ادارې ته راپور ندی ورکړی.

هغه وایي، "دا واقعاً غلط دی او داسې هیڅ ښار باید نه وي چې دا معلومات نه ورکوي".

د امریکا د متحده ایالاتو په قوانینو کې د کرکې پر بنسټ جرمونه هغه دي چې د نژاد، مذهب، جنسیت، قومیت یا جنسي هویت پر اساس کیږي.

XS
SM
MD
LG