غوره شوي عکسونه

۱
زرګونه نارینه او ښځې د "کمبه میله" په نوم مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره د هند د اتر پردیش ایالت په پریاګ راج ښار کې ټول شوي دي. دغه مراسم چې د نړۍ تر ټولو ستره مذهبي غونډه بلل شوې، شپږ اونۍ دوام کوي.

۲
د پنسلوانیا ایالت چارواکي په فلاډلفیا کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو وروسته د پیښې ارزونه کوي.

۳
په واشنګټن ډي سي کې امنیتي ځواکونو د یواسآیډی ودانۍ امنیت لاپسې ټینګ کړی دی. دا ودانۍ وروسته له هغه وتړل شوه چې کارکوونکو ته د خوندیتوب او احتیاطي تدابیرو له امله له کور څخه د کار کولو سپارښتنه وشوه.

۴
د کالیفورنیا په لاس انجلس کې پولیسو د کډوالو د نیولو او شړلو پر ضد د لاریونونو پر مهال د امنیتي دلایلو له امله یو شمېر سړکونه بند کړل.