امریکا کې 'د غیرعادي شرایطو ' له کبله پروازونه درولی شوي

په یوه بې ساري ګام کې د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي چې د هوايي ترافیک د کنټرول د مخابراتي او فریکونسۍ په سیسټمونو کې پراخ اختلال رامنځته شوی او په ټول هېواد کې د الوتنو د ځنډولو پرېکړه «د غیرعادي شرایطو او د خوندیتوب د دلایلو له مخې" شوې ده.

د امریکا په ټولو هوايي ډګرونو فضايي کنټرول عمله یوې الوتکې ته هم تر هغې د الوتو اجازه نه ورکوي ترڅو د امریکا د هوايي چلند فدرالي ورته ویلي نه وي چې پرواز کول خوندي دي . هغه الوتکې چې فضا کې دي ،هغو ته د کوزیدو اجازه شته. د الوتکو د پروازونو د بندولو امر د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ورکړیدي او تر اوسه ېې کوم ځانګړی علت نه دی ښودلی. خو امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې وايي چې دا ګام د غیرعادي شرایطو او د خوندیتوب د دلایلو له مخې اخیستی دی او دا ېې هم ویلي چې دا کار د خوندي توب ساتلو په اساس شویدی .

د امریکا د تراسپورت وزیر سین ډفي ویلي چې دا امر په مخابراتي اړیکو کې د ستونزې نه پس ورکړل شویدی او داسې ستونزه چې د ډیرو الوتکو تماس ېې د ترافیک کنټرول سر اغیزمن کړی او امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې تخنیکاران ېې پلټنه کوي .

د امریکا غږ د حبریالانو یوه ډله چې په یوه خارجي پرواز کې فلیپین ته د تلو دپاره ځانونه چمتو کول ورته وویل شو چې باید له الوتکې ښکته شي . د امریکا غږ خبریال مایلکل لیپن وايي چې زموږ د الوتکې د الوتو نه یو څو دقیقې مخکې وویل شو چې امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې په ټول هیواد کې الوتکو پروازونه درولي دي . د امریکا غږ خبریال دا هم وايي چې الوتکه کې سپاره نورو مساپرو هم په دې غیر متوقې امر ډیره حیراني وښوده او موږ هم نه پوهیږو چې پروازونه به کله بیرته عادي حالت ته راځي او موږ به منیلا کې د جنوب ختیځې اسیا د همکارۍ غونډې ته ځان رسوو.

تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې د دې امر په نتیجه کې څومره پروازونه اغیزمن شویدي .مسافرو ته ویل شویدي چې تازه معلوماتو دپاره د الوتکو شرکتونو سره تماس کې ووسي.دې نه وړاندې کال ۲۰۲۳ د جنوري په میاشت کې امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د سیسټم کې د خلل او کال ۲۰۰۱ کې د سپتمبر په یولسمه د ترورستي بریدونو نه پس الوتکو ته په زمکه د پاتې کیدو امر شوی و.

​
XS
SM
MD
LG