د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یوې نجلۍ په ښوونځي کې شپږ تنه وژلي دي


په ډزو کې د ښوونځي درې زده کوونکي او درې مامورین وژل شوي.
په ډزو کې د ښوونځي درې زده کوونکي او درې مامورین وژل شوي.

د متحده ایالاتو د ټینیسي ایالت د ناشویل په ښار کې چارواکي وایي د مسیحانو په یو ښوونځي کې یوې نجلۍ ډزې کړي، لږ تر لږه شپږ تنه یې وژلي چې درې یې د همدې ښوونځې زده کوونکي وو.

پولیسو دوشنبه مارچ ۲۷ (کب۷) ویلي چې دغه بریدګره یې هم ویشتلې او وژلې ده. په لومړي سر کې داسې معلومیده چې هغه ښایي د شلو کالونو څخه کم عمره نجلۍ وي خو چارواکو وروسته معلومه کړه چې ۲۸ کلنه وه او د همدې ښوونځي پخوانۍ زده کوونکې وه.

د ناشویل په ښار کې پولیسو ویلي چې د برید کوونکې سره دوه نیمه اتوماتیک ټوپک او یوه تومانچه وه.

پولیسو ویلي چې ښوونځي ته تر رسیدو وروسته معلومه شوه چې برید کوونکې د ښوونځي په دویم پوړ کې وه او له هماغه ځایه یې په خلکو ډزې کولې. پولیسو وروسته دا نجلۍ د ښوونځي په دهلیز کې وویشتله او ووژله.

پولیسو د برید کوونکي د هویت په اړه او د برید د انګیزې په اړه څه ندي ویلي.

د برید کوونکې په ډزو کې د ښوونځي درې زده کوونکي او درې مامورین وژل شوي او په بل چا ډزې ندي شوي.

د (The Covenant School) په نامه دا ښوونځی چې ډزې پکې شوي، تقریباً ۲۰۰ کوونکي لري چې تر شپږم ټولګي پورې پکې ماشومان زده کړې کوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په پیښه خفګان څرګند کړی او یو ځل بیا یې د کانګرس څخه وغوښتل چې د وسلو د کنټرول لپاره دې لا ډیر قوانین منظور کاندي.

ښاغلي بایډن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دا پیښه، " زړه ماتوونکې او د یوې کورنۍ لپاره تر ټولو ناوړه پیښه ده. مونږ باید د خپلو ښوونځیو د خوندیتوب لپاره ډیر اقدامات وکړو چې په زندانونو بدل نشي. زه یو ځل بیا په کانګرس غږ کوم چې په وسلو د بندیز لپاره زما لایحه منظوره کړي".

سره لدې چې په متحده ایالاتو کې داسې پیښې چې د دوو څخه ډیر کسان پکې په وسله وال تشدد کې وژل کیږي، ډیرې شوي خو د معلوماتو څخه داسې څرګندیږي چې ډیری وخت دا بریدونه میرمنې نه بلکې نارینه کوي.

تیر کال هم د ټکساز ایالت په یو لومړني ښوونځي کې په ډزو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول.

په ۲۰۱۸ کال کې بیا د فلوریډا ایالت یو ښوونځي کې ډزې وشوې او ۱۷ تنه پکې وژل شوي وو، په ۲۰۱۲ کال کې د کنیټیکټ ایالت د سینډي هوک ابتدائیه ښوونځې کې په ډزو کې ۲۶ تنه وژل شوي و او په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د کلوراډو ایالت د کولمبیا په لیسې کې په ډزو کې ۱۳ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG