د لاس رسي وړ اتصالات

د فیفا کړکیچ او د فوټبال د ملاتړو شرکتونو اندیښنې


د اداري فساد کړکیچ د فوټبال د نړیوال فدراسیون په راتلوونکو ټاکنو او پلانونو باندې سیوری اچولی
د اداري فساد کړکیچ د فوټبال د نړیوال فدراسیون په راتلوونکو ټاکنو او پلانونو باندې سیوری اچولی

د فوټبال په نړېوال فدراسیون یا فیفا کې د فساد پېښه، په نړېواله کچه د بحث په توده موضوع بدله شوې ده.

په سویس او متحده ایالتونو کې د فیفا د چارواکو په گډون د څوارلس کسانو نیونه، د نړۍ ستر شرکتونه چې د فوټبال نړېوالې لوبې تمویلوي، د راتلونکو لوبو د تمویلولو په اړه له شک سره مخامخ کړي دي.

د فوټبال تمویلونکې کمپنۍ لکه بودوایزر او مکډونالدز خپه ښکاري او غواړي چې له فیفا سره د فوټبال د راتلونکو لوبو په اړه پرخپلو ژمنو له سره غور وکړي.

له بلېخوا د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په گډون د هغه هېواد یو شمېر نورو چارواکو بیا د پرون پېښه د متحده ایالتونو او د هغه هېواد د استخباراتو د ادارې کار بولي.

د ښاغلي پوتین په وینا متحده ایالتونه ځکه د فیفا په چارو کې مداخله کوي چې غواړي د ٢٠١٨ کال نړېوالې لوبې له روسیې څخه وباسي.

خو د فیفا د عامه اړیکو مشر وایي سربېره پر دې چې د دې فدراسیون لس تنه هغه غړي چې دې راتلونکو نړېوالو لوبو په اړه یې مثبتې رایي ورکړې وې او اوس ترپلټنې لاندې دي، د فوټبال په راتلونکو دوو نړېوال لوبو کې به کوم بدلون رانشي او د ٢٠١٨ او ٢٠٢٢ کلونو نړېوالې لوبې په روسیه او قطر کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د فیفا د مشرتابه د ټاکنو لپاره د جمعې په ورځ ټاکنې ترسره شي. د فیفا اوسنی مشر سېب بېلتر چې په پروني قضیه کې تورن شوی ندی، غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د پنځم ځل لپاره د فوټبال د نړېوال فدراسیون د مشر په توگه وټاکل شي.

خو د اروپایي اتحادیې د فوټبال د ټولنې مشر میشل پلاتیني نن د سویس په پلازمېنه زوریخ کې د یوې خبري کنفرانس پر مهال ووېل که چېرې پدې ټاکنو کې ښاغلی بلېتر یو ځل بیا د فیفا د مشر په توگه وټاکل شي نو کیدایشي چې د اروپایي اتحآدیې د فوټبال د ټولنې ځني هېوادونه هم له فیفا او هم د فوټبال د نړېوالو لوبو څخه په شا شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فبیوس هم د دې ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي فبیوس په وینا د ډېرو کلونو لپاره د فساد تورونه پدې ډله کې شتون درلود خو بیا هم باید د پرون ورځې د پېښې څېړلو ته ډېر وخت ورکړل شي چې سم او ناسم تورنه معالوم شي.

د افغانستان د فوټبال د فدارسیون مشر کرام الدین کریم هم د پرون ورځې د پېښې په تړاو ویلي دي چې د نړۍ تر ټولو پیاوړې اداره کې د فساد سره به فیفا خپل اعتبار له لاسه ورکړي.

د ښاغلي کریم په وینا دا چې سبا په زوریخ کې د فیفا د غړو هیوادونو ترمنځ کلنۍ ناسته جوړیږي، د فساد د شتون ګونګسۍ به د فیفا په مشرتابه کې بدلون راولي او آن اړتیا به پیدا شي چې پرې له سره کتنه وشي.

کرام الدین کریم زیاته کړې ده چې دغه رسوایي که څه هم د فیفا د غړو هیوادونو پر لوبو به کومه اغیزه ونه کړي، خو په ټوله کې د حیثیت له پلوه به فیفا خورا زیانمنه شي.

د پلټنو دوام

په نیویارک کې د متحده ایالتونو د عدلیې وزیرې لوریتا لنچ پرون د یوې خبري غوڼډې پر مهال ووېل چې د فیفا او د هغه د بازار موندنې پورې د تړلو شرکتونو او بانکونو په اړه پلټنې خلاصې شوي ندي او دوام به ولري.

د مېرمن لنچ په وینا د فیفا له چارواکو څخه دا تمه کېده چې هغه اصول مراعات کړي چې د فوټبال د حیثیت ساتنه کوي، خو پر ځای یې هغوی د خپلو گټو او پیسې پیداکولو لپاره په نړېواله کچه فوټبال په فساد ککړ کړ.

د متحده ایالتونو د عدلیې وزیرې زیاته کړه چې تورن کسان د رشوت د پیسو د ویشلو لپاره د متحده ایالتونو له بانکونو څخه کار اخیستی و او پلان یې درلود چې خپلې گټې په متحده ایالتونو کې د فوټبال د مخ پرودې بازار د تبلیغاتي هڅو له لارې زیاتې کړي.

تر اوسه پورې د دې پېښې په تړاو څورلس کسان په سویس او متحده ایالتونو کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG