د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام تمریناتي لوبې

د متحدو ایالتونو لوبډلې د فوټبال نړیوال جام له پیل وړاندې د شنبې په ورځ (جون ۶) د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې له جرمني څخه د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې وخوړه.

که څه هم دا لوبه د جرمني په ګټه پای ته ورسېده خو د امریکايي لوبغاړي یوازني ګول په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو مینه والو پام راجلب کړی دی.

کوربه ټیم له دغې لوبې وروسته، د کلیفورنیا ایالت ارواین ښار ته د نورو تمریناتي لوبو لپاره ستون شوی دی.

د متحدو ایالتونو د لوبډلې روزونکي ماریچو پوچیټینو له جرمني سره سیالي د خپلې لوبډلې لپاره «یو ستره ازموینه» وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې اصلي ننګونه د جون په ۱۳مه ده، کله چې امریکا په ډي ګروپ کې د خپلې لومړنۍ لوبې لپاره د پاراګوای په خلاف میدان ته ځي. دا لوبه د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې کیږي.

د متحدو ایالتونو سره په ډي ګروپ کې د پاراګوای برسېره، اسټرالیا او ترکیه ملګري دي ځکه نو پدې ډله کې د سختو سیالیو او زړه راښکونکو لوبو تمه کېږي.

په نورو تمریناتي لوبو کې د شنبې په ورځ، برازیل مصر ته د یو ګول په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه. پرتګال بیا چیلي ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه. د انګلنډ او نیوزیلنډ دوستانه لوبه د صفر په مقابل کې په یو ګول د انګلنډ په ګټه پای ته ورسېده. بلجیم وتوانید چې تونس ته د صفر په مقابل کې په پنځو ګولونو ماتې ورکړي.

نن یکشنبې مراکش له ناروې سره او کولمبیا له اردن سره مخامخ کیږي. او د دوشنبې په ورځ هالنډ د ازبکستان سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

د متحدو ایالتونو ټیم د می په ۳۱مه د شمالي کارولینا ایالت په شارلټ ښار کې په خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه کې سنیګال ته ۳-۲ ماتې ورکړې وه.

متحدو ایالتونو د مۍ په پای کې د سږکال د نړیوال جام لپاره، د کپتان کریسټین پولیسیچ په مشرۍ خپله ۲۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه. د لوبډلې روزونکي پوچیټینو وویل، باور لري چې د ملي لوبډلې لپاره انتخاب شوي لوبغاړي به د نړیوال جام په لوبو کې «یوه فوق العاده ننداره» وړاندې کړي.

په متحدو ایالتونو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې خلکو د نړیوال جام د لوبو تود هرکلی کړی دی.

په ټوله نړۍ کې د فوټبال مینه وال د جون په ۱۱مه د نړیوال جام پرانېستغونډې ته انتظار باسي او ددې لړۍ د لومړې لوبې نندارې ته شېبې شماري. د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اټکل دادی چې تر یو میلیارد ډېر کسان به دغه لوبه ننداره کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG