د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې په یو جومات کې د وسله والو ترمنځ په نښته کې درې تنه وژل شوي


د تخار ولایتي چارواکي وايي د جمعې په ورځ جومات کې په نښته کې درې تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي
د تخار ولایتي چارواکي وايي د جمعې په ورځ جومات کې په نښته کې درې تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي

د تخار ولایت چاه اب ولسوالۍ کې د قوماندان بشیر او د سیمې د نورو وسله والو تر منځ هغه وخت په جومات کې پر یو بل ډزې وشوې چې تیره جمعه ددغه جومات ملا امام د قوماندان بشیر پر خلاف د جهاد فتوا ورکړې وه.

د سیمې یو تن اوسیدونکی عبدالقهار وايي چې قوماندان بشیر دغه ملا په جومات کې له جمعې کولو منع کړی و.

په جومات کې د ملا امام په طرفدارۍ او مخالفت د وسله والو تر منځ جګړه شوې چې لمانځه ته راغلياو درې تنه په کې وژل شوي دي.

د چاه اب سرپرست ولسوال عبدالحسیب وايي چې د قوماندان بشیر او وسله والو تر منځ په جامع جومات کې په ډزو کې ۳ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

په چاه اب ولسوالۍ کې اوس هم د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تنظیمونو د پخوانیو قوماندانانو تر منځ جګړې کیږي.

د سیمې یو تن اوسیدونکي عبدالقهار امریکاغږ ته وویل چې په چاه اب کې قوماندان بشیر په حزب اسلامي پورې تړاو لري، هغه وايي چې د جمعې د ورځې لمانځه ته روان و چې پر جومات ډزې وشوې او له همغه ځایه بیرته کورته ستون شو .

نوموړی وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو پر جومات ډزې شوي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي چې د چاه اب ولسوالۍ په جامع جومات کې د جمعې په ورځ د وسله والو تر منځ له امامت څخه د ملا امام د لرې کولو او نه لرې کولو په سر لانجه وشوه او تر منځ یې ډزې تبادله شوې چې ۳ تنه په کې وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي، هغه وايي چې په ټپیانو کې د ۶ تنو صحي حالت د اندیښنې وړ دي.

د سیمې یو بل اوسیدونکی شکرالله هم وايي چې دغه ملا د قوماندان بشیر پر خلاف د جهاد فتوا ورکړې وه، او هغه دا ملا په جومات کې له لمانځه کولو منع کړی و.

هغه زیاتوي چې اوس هم د وسله والو ترمنځ ډزې روانې او ځینې خلک په جومات کې بند پاتي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG