د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په مرکز کې تېره شپه بیا سختې جګړې شوي


د فراه په ښار کې د تیرې شپې جګړې تر ډیره د فراه د امنیه قوماندانۍ او محبس سیمو کې شوي.
د فراه په ښار کې د تیرې شپې جګړې تر ډیره د فراه د امنیه قوماندانۍ او محبس سیمو کې شوي.

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه طالب وسله والو یو ځل بیا دفراه په مرکز کې پر څو ځایونو بریدونه کړي، چې له امله یې هم افغان امنیتي ځواکونو او هم طالب وسله والو ته د سر زیان رسیدلی، خو دقیق شمیر یې لا څرګند نه دی.

د فراه ولایت امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې یو شمیر هغو طالب وسله والو، چې د خلکو د اوسیدانې په کورونو کې یې ځانونه پټ کړي وو، تیره شپه په دغه ښار کې پر یو شمیر نظامي تاسیساتو بریدونه وکړل.

جنرال شیرزاد وویل، افغان امنیتي ځواکونه اوس د طالب وسله والو څخه د ښار د پاکولو په عملیاتو بوخت دي.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې جګړه د شاوخوا یوولس بجو څخه د سهار تر پنځه بجو پورې په شدت روانه وه. خو اوس ښار کې د جګړې شدت کم شوی دی.

د فراه د ولایتي شورا یو غړي دادالله قانع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې کله چې وسله وال طالبان د خپلو طالب وسله والو د مړو د انتقال لپاره په موټرسایکلونو سپاره د شپې په تیارې کې ښار ته ننوتل، د افغان امنیتي ځواکونو د نه پاملرنې له امله یې په یو شمیر دولتي ودانیو او د هغې له ډلې د فراه پر محبس بریدونه وکړل.

ښاغلی قانع هم وویل، چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د ښار په دننه کې د پاک کارۍ په عملیاتو بوخت دي.

هغه وویل، افغان حکومت دې د هغو کسانو مخه هم ونیسي، چې د ښاغلي قانع پر وینا په خپلسر ډزې کوي او په ښار کې دننه ویره خپروي.

د فراه یو اوسیدونکي ابراهیم محمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه پرامنیې قوماندانۍ، محبس، لومړۍ او دوهمه امنیتي حوزه او د فراه د ښار په لومړۍ، درییمه او څلوره ناحیه باندې بریدونه وکړل.

ښاغلي محمدي وویل، چې د جګړې شدت کم شوی، خو اوس هم د ښار په ځینو برخو کې د ډزو اوازونه اوریدل کیږي.

تر اوسه د فراه د تیرې شپې په جګړو کې دواړو خواوو ته د سر د زیان په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو د فراه د عامې روغتیا د ریاست د روغتون ډاکټرانو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د تیرې شپې په جګړو کې څلور ټپیان یې چې یو یې ملکي وکړی دی دغه روغتون ته د درملنې لپاره وروړي دي.

طالبانو د سه شنبې سهار دوه بجې د فراه په مرکز د شمال او لودیځ لورې پراخه عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې وسله وال د فراه ښار ځینو برخو ته په ننوتلو هم بریالي شو.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي تیره ورځ ادعا وکړه، چې د دغې ډلې وسله وال د طالبانو د نظامي مسولینو د پریکړې له مخې د فراه له ښار څخه وتلي دي.

خو طالبانو د تیرې شپې د جګړو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

فراه کې د ښوونځیو د ټړلو امر شوی

د بلې خوا د فراه په ولایت کې روانو جنګ جګړو ته په پاملرنې، د افغانستان د پوهنې وزارت په دغه ولایت کې د امنیت تر ښه کیدو پورې د زده کوونکو د رخصیدو امر کړی دی.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې، اعلامیه کې ویل شوي، چې د فراه ولایت د پوهنې ریاست ته امر کیږي، چې د امنیتي ستونزو تر پای ته رسیدلو او له مرکز څخه د بل امر پورې (د روژې د میاشتې تر پایه) په ښوونځیو کې درسونه او ازموینې وځنډوي او کله، چې شرایط برابر شي، د پوهنې مرکزونو دروازې دې د زده کوونکو پرمخ بېرته پرانیزي.

XS
SM
MD
LG