د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښاروالۍ: پروني برید ښايي تر ۴میلیارده افغانیو مالي زیان اړولی وي


د کابل ښاروالۍ وايي، د دغه ښار په زنبق څلور لارې کې د پروني برید مالي زیان ښايي تر څلور میلیارده افغانیو ته ورسیږي.
د کابل ښاروالۍ وايي، د دغه ښار په زنبق څلور لارې کې د پروني برید مالي زیان ښايي تر څلور میلیارده افغانیو ته ورسیږي.

د کابل ښاروالۍ وايي، چې د دغه ښار په زنبق څلور لارې کې د چهارشنبې ورځ په خونړۍ او زورورې چاودنې کې، خصوصي سکتور ته زیات مالي زیان اوښتی، چې د لومړنيو موندنو له مخې دغه زیان یو میلیارد افغانیو ته رسیږي او ښايي دا شمیره تر څلور میلیاردو افغانیو لوړه شي.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیب‌زي د پنجشنبې په ورځ د کابل د پولیسو له چارواکو سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د چاودنې په سیمه کې د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د ښاغلي حبیب‌زي پر وینا، هغه دولتي ادارې چې په دې برید کې زیانمن شوي دي، د شنبې تر ورځې به بیرته په فعالیت پیل وکړي.

هغه وویل په سیمه کې په چټکۍ سره د بیارغونې کار روان دی "د کار په جریان کې موږ شاوخوا ۱۳۰۰ متر مکعبه ساختماني مواد سیمې ته رسولي دي، د بیارغونې شاوخوا اتیا فیصده کار بشپړ شوی دی او دیرش موټره تخریب شوي مواد او لږ ترلږه ۵۰ خراب شوي موټر مو د نورو بنسټونو په مرسته له سیمې څخه بهر ایستلي دي، زموږ ټلو پرنسونل د شپې او ورځې په اوږدو کې په کار بوخت وو."

پرونی برید، چې ویل کیږي په کې له یو نیم ټُن چاودیدونکي موادو څخه کار اخیستل شوی وو، د پیښې له ځای څخه یې تر دوه کیلومټره واټن پورې، ودانیو او کورونو ته زیان رسولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعې خونو ویاند صیام‌الدین پسرلی وايي، په دې چاودنه کې یواځې خصوصي سکتور ته تر ۱۴ میلیون ډالرو مالي زیان رسیدلی دی.

ښاغلي پسرلي امریکا غږ ته وویل "د پرونۍ پیښې خسارات تر ننه پورې چې موږ ارزیابي کړی، شاوخوا څوارلس میلیونو ډالرو ته رسیږي، پرون چې موږ کومه ارزیابي وکړه لس میلیون ډالره وو خو نن دا شمیره پورته شوې ده او تر سبا بل سبا پورې چې زموږ تحقیق مکمل کیږي ښايي له دې څخه هم شمیره لوړه شي."

د پیښې په شاوخوا سیمو کې د دولتي ودانیو او بهرنیو سفارتونو سربیره بانکونه، هوټلونه، دفترونه، خصوصي شرکتونه او سوپر مارکیټونه موقعیت لري.

په سیمه کې د الوتکو د ټیکټ پلورلو یو شرکت خاوند عبدالعزیز وایي "هرڅه په بشپړ ډول له منځه تللي، هیڅ هم پاتې نه دي، ښيښې، لیپټاپونه او نور وسایل، موږ ته زیان رسیدلی دی"

ارګ په یو بیان کې ویلي، چې په دغه برید کې یو شمیر دولتي، نړیوال او خصوصي بنسټونو ته زیان رسیدلی دی.

په بیان کې راغلي، په داسې حال کې راغلي، په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د ویجاړې شوې سیمې د بیارغونې او پاکولو په چارو بوخت دي، حکومت به د دغه برید د عاملانو له تعقیب او نیولو څخه لاس په سر نشي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې منلی نه دی.

XS
SM
MD
LG