د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د هغه برید ګر مړی وموندل شو چې د چارشنبې په ورځ یې ۱۸ تنه وژلي و


د لټون په عملیاتو کې سلګونه پولیس او نور امنیتي چارواکي برخه لري.
د لټون په عملیاتو کې سلګونه پولیس او نور امنیتي چارواکي برخه لري.

د متحده ایالاتو د مین په ایالت کې چارواکي وایي د هغه برید کوونکي مړی په سیمه ایز وخت جمعه اکټوبر ۲۷ (لړم۵) ناوخته وموندل شو چې د چارشنبې په ورځ یې لږ تر لږه ۱۸ تنه په ډزو ویشتلي او وژلي و.

د دې ایالت د عامه خوندیتوب کمیشنر په یو خبري کنفرانس کې وویل چې وویل چې د رابرټ کارډ په نامه د دې ۴۰ کلن شخص چې د متحده ایالاتو د پوځ احتیاطي غړی و، مړی د شپې په ۷ بجو او ۴۵ دقیقو پیدا شو.
سره لدې چې د جسد څخه داسې څرګندیږي چې دې مشکوک برید کوونکي پخپله ځان وژلی خو تر اوسه چارواکو د هغه د مړینې علت ندی څرګند کړی.

په سیمه ایز وخت د جمعې په ورځ تر ناوخته سلګونه پولیس او د قانون تطبیق اجنټان د هغه برید ګر پسې ګرځیدل چې شک پرې دی د مین په ایالت کې یې د چارشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل.

د مین ایالت پولیسو مشر ډګروال ویلیم راس ویلي و چې مشکوک شخص ۴۰ کلن دی او رابرټ کارډ نومیږي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د مشکوک برید کوونکي سره ښایي وسله او خطرناک وي. پولیسو همدارنګه له خلکو غوښتي که مشکوک برید کوونکی یې هر ځای ولیده، د دې پر ځای چې ورسره مقابل شي، باید په سمدستي توګه پولیسو ته زنګ ووهي.

پولیسو د پنجشبنې په ورځ د مین ایالت د لیوسټن په ښار کې یو جایداد ولټاوه چې د مشکوک برید کوونکي د یو خپلوان پورې اړه لري.

د لیوسټن په ښار او شاوخوا سیمو کې د جمعې په ورځ ښوونځي تړل شوي و.

پولیسو ویلي چې مشکوک برید کوونکی د متحده ایالاتو د پوځ احتیاطي غړی دی او څه موده وړاندې یې چارواکو ته ویلي و چې ذهني مسایل ورته پیدا شویدي.

د مین په ایالت کې چارواکي وایي خلکو د مشکوک برید کوونکي په هکله ورته تقریباً ۵۲۰ نښې نښانې ورکړي چې دوي یې تعقیبوي.

جمهور رئیس جو بایډن امر کړی چې په سپینه ماڼۍ کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي او یو ځل بیا یې په هیواد کې د وسلو کنټرول په هکله د قوانینو سختیدو غوښتنه وکړله.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا په کانګرس کې په جمهوري غوښتونکو غږ وکړ چې د امریکا د ولس خونديتوب په برخې کې خپله وجیبه ترسره کړي.

جمهور رئیس په اعلامیې کې په اتوماتیک وسلو چې په شاجور کې یې ډیرې مرمۍ ځاییدلی شي، د بندیز غوښتنه وکړله.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګاریلنډ هم ویلي چې د قانون فدرالي تطبیق کوونکو اجنټانو د مين پولیسو سره ګډ کار پیل کړی چې مشکوک برید کوونکی پیدا کړي.

جمهور رئیس بایډن داسې مهال په اتوماتیک وسلو د بندیز غوښتنه کړې چې په امریکا کې د وسله وال تشدد پیښې ډیرې شویدي.

د ډزو په وسیله د تاوتریخوالي د پیښو څارونکي بنسټ "د ټوپک د تاوتریخوالی آرشیف" د معلوماتو له مخې، سږکال په متحده ایالاتو کې لږ تر لږه ۱۲،۳۴۶ کسان د ټوپک په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

په دې شمیره کې هغه لږترلږه ۱۵،۵۷۶ کسان شامل ندي چې د ټوپک په واسطه یې ځان وژلی.

ددې بنسټ په وینا، په ۲۰۲۳ کې په دغه هېواد کې پر عامو خلکو د ډزو لږترلږه ۴۶۵ داسې پېښې رامنځته شوي چې په هره پېښه کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

په امریکا کې د ټولپوښتنو پایلې ښيي چې ډیر امریکایان د عامو خلکو له خوا د وسلو پر پیرلو باندې د محدودیتونو ملاتړ کوي خو سیاستوال د ټوپک پر مالکیت یا کارولو د محدودیتونو د غوښتنې په وړاندې مقاومت کوي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې د داسې یو قانون پلي کول به په اساسي قانون کې د خلکو د وسلو لرلو حق ته زیان ورسوي او غوښتنه کوي چې ددې برخې د تنظیم چاره دې د فدرالي حکومت پر ځای ایالتي ادارو ته وسپارل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG