د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړي ځل لپاره دوه ښځې په فضا کې وګرځیدلې


امریکايي ستورمزلې (فضانوردانې) کریستینا کوچ او جیسیکا مئیر لومړنۍ میرمنې دي چې د نړیوال فضایي مرکز بهر یې په فضا کې په ګډه قدم ووهلو.

ټاکل شوې وه چې دوي دواړه به سږکال د مارچ په میاشتې کې دغه کار وکړي، خو د ښځو لپاره د ښځینه کالیو نه شتون او اندازې کې د ستونزو له کبله دغه کار د ۸ میاشتو په ځڼډ سره تر سره شو.

کوچ او مئیر نړیوال فضایي تمځای ته د بټریو بدلولو لپاره تللي. کریستینا ددغه کار مشري کوي او له جیسیکا سره به چې په لومړي ځل فضا ته تللې مرسته کوي.

سره له دې چې دغه نړیوال فضایي تمځای د لمر په وړانګو چلیږي خو ډیری وخت یې مدار د لمر له وړانګو څخه لیرې وي چې له کبله یې ځینو بتریو ته هم ضرورت پیښیږي.

د ښځینه ستورمزلو لپاره د کالیو په اندازې کې د ستونزې په غبرګون کې ډیرو کسانو په دغې ادارې نیوکې کړې وې.

د ناسا په ادارې باندې وروسته نیوکو ځکه زور واخیست چې ددغې ادارې ډیری کارکوونکي سړي دي.

XS
SM
MD
LG