د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي کوریا کې د کروناویروس لومړۍ مشکوکه پېښه ثبت شوه


په شمالي کوریا کې تر اوسه په رسمي ډول د کرونا ویروس کومه پیښه نده ثبت شوې.
په شمالي کوریا کې تر اوسه په رسمي ډول د کرونا ویروس کومه پیښه نده ثبت شوې.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون وروسته تر هغه د کیسیونګ په ښار کې بیړنی حالت اعلان کړ چې د جنوبي کوریا نه یو کس په غیرې قانوني توګه دغه هیواد ته داخل شو. بدې کس شک دی چې د کرونا په ویروس اخته و.

که ثابته شي چې دې کس په ریښتیا د کویډ۱۹ ناروغي درلوده، دا به د کرونا د ویروس لومړنۍ مثبته پیښه وي چې په هغه هیواد کې په رسمي ډول ثبتیږي.

په شمالي کوریا کې مطبوعات وایي چې د دې پیښې نه وروسته، د هغه هیواد رهبر کیم جونګ د سیاسي بیرو بیړنۍ غونډه جوړه کړله او وې ویل، " وضعیت حساس دی او ویلی شو چې د کرونا خطرناک ویروس زمونږ هیواد ته داخل شوی."

په راپورنو کې ویل شوي یو کس چې درې کاله وړاندې د شمالي کوریا نه جنوبي کوریا ته تښتیدلی و، د جولای د میاشتې په ۱۹ پداسې حال کې بیرته شمالي کوریا ته ورغی چې د کویډ نولس د ناروغۍ اعراض او علایم یې درلودل. دغه کس د جنوبي کوریا نه شمالي کوریا ته په غیرې قانوني توګه اوښتی.

تر اوسه معلومه نده چې دې شخص څنګه وکړی شو د یو داسې هیواد د پولې نه په غیرې قانوي توګه تیر شي، چې په امنیتي تدابیر پکې دومره سخت دي چې ساری نلري.

تر اوسه دا هم نده معلومه چې آیا دا شخص د کویډ۱۹ناروغي لري که نه خو د شمالي کوریا په مطبوعاتو کې ویل شوي چې د دې شخص د تنفس د سیستم او وینې نمونې اخیستل شوي او تر اوسه یې نتیجه نده معلومه شوې.

دغه شخص چې نوم یې ندی اخیستل شوی، په یو ځانګړي ځای کې قرنطین کړل شوی او چارواکې غواړي معلومه کړې چې شمالي کوریا ته د راتګ نه وروسته یې د چا سره کتلي یا ایې اړیکې درلودلې.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دغه ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۶۴۵زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۶.۰۷ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG