د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې خلکو ته روسي پاسپورټونه ورکړل شوي


د اوکراین په جنوب خرسن ښار کې چې روسانو ولکه کړی نن د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) د لومړي ځل لپاره محلي اوسیدونکو ته روسي پاسپورټونه وویشل شول.

د فرانسې خبري اژانس د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله رپوټ ورکړی چې د خرسن ښار ۲۳ اوسیدونکو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د روسیې د ولسمشر د مۍ د میاشتې د فرمان له مخې د یوې «اسانې پروسې» په اساس روسي پاسپورټونه ورکړل شول.

د مسکو پلوي سیمه ییزې ادارې رئیس ولادیمر زالدو د تاس اژانس ته ویلي چې «زمونږ د خرسن ټول اوسیدونکي غواړي څومره ژر چې ممکن وي (روسي) تابعیت او پاسپورټونه ترلاسه کړي.»

د خرسن ښار مقامات وایي د پاسپورت د ویشلو پروسه د «روسیې د ورځې» د نمانځې د نیټې په پام کې نیولو سره انتخاب شوې ده. دا ورځ د یکشنبې د ورځې سره سمون لري او عمومي رخصتي ده چې د پخواني شوروي اتحاد څخه د روسیې د ازادۍ ورځ نمانځل کیږي.

د روسیې پوځ پر اوکراین باندې د مسکو د فبرورۍ د ۲۴ یرغل په پیل کې د خرسن سیمې زیاته برخه اشغال کړې ده.

د کریملن فرمان محلي مقاماتو ته وراک ورکوي چې محلي خلکو ته روسي پاسپورټونه ورکړي، دې کار په زاپورژیژیا سیمه کې هم اندیښنې رامنځته کړي چې ځنې برخې یې د روسي ځواکونو په لاس کې دي.

اوکراین د مسکو دغه اقدام د خپلې خاورې د بشپړتیا څخه د یو «څرګند تیري» په توګه غندلی او ویلي یې دي چې د پوتین فرمان قانوناً باطل دی.

د نړیوالو اژانسونو د رپوټونو له مخې روسیه هڅه کوي چې اوکراین بې ثباته او ټوټه ټوټه کړي او ددې هیواد هغه سیمې چې د اوکرایني جلاغوښتونکو په لاس کې دي د خپلواکو هیوادونو په توګه رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG