د لاس رسي وړ اتصالات

ملت ته د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لومړنۍ کلنۍ وینا


دا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملت ته لومړنۍ کلنۍ وینا وه
دا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملت ته لومړنۍ کلنۍ وینا وه

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملت ته پخپلې لومړنۍ کلنۍ وینا کې د افغانستان نوم یوازې یو ځل یاد کړ.

ښاغلي ټرمپ د افغانستان په هکله وویل چې "په افغانستان کې امریکایي عسکر د جګړې کولو نوي قوانین لري. زمونږ پوځیان د زړه ورو افغان ملګرو سره یو ځای نور د مصنوعي مهال ویشونو په خاطر نه کمزوري کیږي او تر دې وروسته دښمنانو ته خپل پلان هم نه په ډاګه کوو."

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا یوولس زره عسکر لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورکوي او د تروریزم ضد عملیات هم کوي.

د جمهور رئیس ټرمپ وینا تر ډیره حده په کورنیو مسایلو متمرکزه وه. هغه د سوداګرۍ، اقتصاد، مالي اصلاحاتو، روغتایي بیمې او مهاجرت په برخې کې اصلاحاتو یادونه وکړله.

مهاجرت:

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پخپلې وینا کې د امریکا د مهاجرت نظام "د کاره لویدلی"یاد کړ او زیاړه یې کړه چې د "یوویشتمې پیړۍ پر اساس د مهاجرت نظام باید ولرو."

ښاغلي ټرمپ وویل چې د مهاجرت په برخې کې څلور اصلاحات یا بدلونه باید راشي. لومړی دا چې د هغو شاوخوا دوه ملیونه ماشومانو لپاره دې د امریکایي تابعیت اخیستو زمینه مساعده شي چې امریکا ته په ماشومتوب کې په غیرې قانوني ډول راوړل شویدي.

دویم دا چې د امریکا او مکسیکو تر منځ دې په سرحد کې دیوال جوړل کړل شي، دریم د لاټرۍ ویزې پروګرام دې پای ته ورسیږي او څلورم هغوي چې په امریکا کې په قانوني توګه اوسیږي، کولی شي چې یوازې د خپلې کورنۍ نږدې غړي یعنې خاوند خپله ښځه او ماشومان امریکا ته راوستلی شي.

په مالیې کې اصلاحات

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل چې د مالیې په برخې کې د اصلاحاتو له برکته دننه په امریکا کې د خلکو عایدات لوړ شوي، بې روزګاري دومره کمه شوې چې په تیرو څلویښتو کالونو کې ساری نلري.

ټرمپ همدارنګه وویل چې د وړو کاروبار لرونکو او شرکتونو لپاره د مالیې د کمیدو په خاطر په امریکا کې پانګه اچونه زیاته شوې او د ایپل او کسان موبل د شرکتونو نومونه یې یاد کړل چې پانګې اچونې ته یې زړه ښه کړی. جمهور رئیس وویل چې یوازې د ایپل شرکت په امریکا کې د ۳۵۰ ملیارده ډالرو پانګه اچوي.

تروریزم سره جګړه

جمهور رئیس ټرمپ پخپلو خبرو کې وویل چې یو کال وړاندې یې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې له منځه وړلو ژمنه کړې وه او زیاته یې کړه چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په عراق او سوریه کې تقریباً ټولې هغه سیمې د داعش نه پاکې کړي چې څه موده وړاندې د هغوي سره وې.

خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د داعش په خلاف جګړه لا پای ته نده رسیدلې او تر هغه وخته به وي چې تر څو ډا ډله ماته شوې نه وي.

د ګوانتانامو زندان نه تړم

جمهور رئیس ټرمپ همدرانګه وویل چې د کیوبا په ټاپو کې د ګوانتانامو زندان به ونه تړي. "ما یو نوی اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ او د امریکا د دفاع وزارت ته مې هدایت ورکړ چې د ګوانتانامو زندان خلاص وساتي او د نظامي بندي خانو پالیسي د سره غور وکړي."

ټرمپ وړاندې وویل چې تروریستان په روغتونونو کې چاودنې کوي. د امکان په صورت کې مونږ هغوي له منځه وړو خو کله نا کله د دې ضرورت پیدا کیږي چې ژوندي یې ونیسو او تحقیقات ترې وکړو.

تروریستان یوازې مجرمین ندي هغوي "غیرې قانوني دښمن جګړه ماران" دي او کله چې هغوي د امریکا نه بهر ونیول شي باید د تروریستانو په شان عمل ورسره وشي.

پخوا مونږ په غیرې منطقي توګه سل ګونه خطرناک تروریستان ونیول، بیرته مو خوشې کړل او بیا ورسره مخ شو. پدې ډلې کې د داعش مشر البغدادي هم دی.

ایران

د امریکا جمهور رئیس د ایران سره اتومي موافقه یو ځل بیا "ناوړه" وګڼله او د کانګریس نه یې وغوښتل چې نیمګړتیاوې یې سمې کړي.

ټرمپ وویل چې امریکا د ایران د ولس سره ولاړه ده. "هغوي په زړه ورتیا د آزادۍ لپاره مبارزه کوي. کله چې هغوي خپل غږ پورته کړ، زه هم چپه خوله کښینه ناستم." زه د کانګریس نه غواړم چې د ایران سره په اتومي موافقې کې اساسي نیمګړتیاوې سمې کړي ځکه چې دا یوه ناړه موافقه ده.

اتومي وسلې

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل د داسې یوې ورځې انتظار کوي چې د نړۍ ټول هیوادونه په ګډه اتومي وسلې له منځه یوسي خو زیاته یې کړه چې "بدبختانه دغه ورځ نده راغلې"

ټرمپ وویل " د دفاع لپاره باید چې خپل اتومي جبهه خانه دومره قوي کړو چې په نړۍ کې یې د قوت او زور مثال نه وي، زما هیله دا ده چې هیڅ وخت ترې کار وانخلم خو هغوي پرې وډاروو چې د تجاوز نیت لري."

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو او پدې هکله د روانو تحقیقاتو په هکله هیڅ هم ونه ویل خو زیاته یې کړه چې چین او روسیه د امریکا رقیب هیوادنه دي چې د امریکا ګټو، ارزښتونو او اقتصاد ته خنډونه دي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG