د لاس رسي وړ اتصالات

د مالي ګرنګ ویرې ټول امریکایان اندېښمن کړي


ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ خپلې وروستۍ هلې ځلې وکړې چې د کانګرس د مشرانو سره وګوري او د مالي ګرنګ مخنیوی وکړي.
ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ خپلې وروستۍ هلې ځلې وکړې چې د کانګرس د مشرانو سره وګوري او د مالي ګرنګ مخنیوی وکړي.
که چیري سپینه ماڼۍ او د کانګرس جمهوري غوښتونکي کومې موافقې ته ونه رسېږي نو دوې ورځې وروسته به پر ټولو آمریکایانو باندې مالیات لوړ سي او حکومت به مجبوراْ په خپلو لګښتونو کې کموالی راولي چې د چارو د کارپوهانو په آند دا کار کولای سي د آمریکا اقتصاد د رکوت سره مخامخ کړي. ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ یو ځل بیا د کانګرس د مشرانو سره وکتل چې د مالي ګرنګ د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې آند دي چې که چیري مالي ګړنګ رامنځ ته شي نو کیدای شي چې د آمریکا اقتصاد ته غټه ضربه وارده کړي. تازه سروې ګانې ښيي چې که داسي کار وسو نو زیاته اندازه ملامتي به یې پر جمهوري غوښتونکي راسي. د رویترز د یوې سروې پربنا چې تقریبا د١٥٠٠تنو امریکایانو نه اخیستل شوې ده ٢٧ په سلو کې آمریکایان جمهوري غوښتونکي ملامت ګڼي ، ١٦ په سلو کې ښاغلی اوباما ملامت ګڼي ، ٦ په سلو کې د کانګرس ډیموکرات غړي ملامت بولي او ٣١ په سلو کې ټولې دخیلې خواووې ګرمې بولي.

ډیموکراتان وايي پر هغو آمریکایانو دې مالیات لوړ سي چې د ۴ لکو ډالرو نه زیات کلنی عاید لري خو جمهوري غوښتونکي بیا وايي چې یا پر هغو آمریکایانو دې مالیات لوړ سي چې د ۱ میلیون آمریکايي ډالرو نه زیات کلنی عاید لري. دا په داسي حال کې ده چې ډیموکراتانو لومړی ۲۵۰ زره حد ټاکلی وو خو د مسلې د حل په موخه ۴ لکه ډالرو ته پورته شول او دا هوډ یې هم وکړ چې د داخلي پروګرامونو په لګښتونو کې به هم کموالی راولي هغه څه چې جمهوري غوښتونکي یې پلویان او غوښتونکي دي.
خو دواړې خواووې لا تراوسه سره نتیجې ته نه دي رسېدلي. ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د وروستۍ هلې ځلې په توګه د کانګرس د مشرانو سره وکتل چې مالي ګرنګ مخه ونیسي.

ولسمشر اوباما داسي وویل:،، زه نسبتاْ خوشبینه یم چې د مهال ویش تر پوره کیدو پوري مونږ کومې نتیجې ته سره ورسېږو. هیڅوک به سل په سلو کې د خپل خوښې نتایج ونه ویني خو راځیْ چې دا یقیني کړو چې د امریکا د مینځنۍ طبقې پر خلګو باندې مالیات لوړ نشي او د امریکا او نړۍ اقتصاد ته ضربه وارده نشي.،،

په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر اوباما د سنا د مشر ډیموکرات سناتور هاري ریډ، د ولسي جرګۍ د ډیموکراتانو د مشرې ننسي پلوسي، په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د مشر سناتور میچ میکانل او په ولسي جرګه کې د جمهوري گوند د مشر او د پارلمان د رئیس جان بینر سره خبرې وکړې. د بینر پرته ټولو ګډونوالو د لیدو کاتو وروسته سمدستي د رسنیوو سره خبرې وکړې.

د مشرانو جرګې مشر سناتور هري ریډ داسي وویل: ،،که چیري مونږ کومې موافقې ته هم ورسېږو نو آسانه کار به نه وي ځکه مونږ د غټو او مغلقو مسایلو سره سروکار لرو خو زه په دې باور یم چې د ولسمشر سره زمونږ لیده کاته مثبت وو او چا وخت نه ضایع کوی ځکه ټول د موضوع په اهمیت پوه دي.،،

په مشرانو جرګه کې د جمهوري ګوند مشر هم د غونډې وروسته وویل چې خوشبینه دی چې د څو میاشتو چنو او خبرو اترو وروسته به یوه موافقه حاصله شي. ،،مونږ به ډیر زحمت وباسو چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې کومې موافقې ته سره ورسېږو او زه په دې برخه کې خوشبینه او هیله مند یم.،،

په واشنګټن کې د کېټو انسټیټوټ څخه دانیل مچیل په دې باور دی چې که چیري د مالي ګړنګ په برخه کې موافقه حاصله نسي نو درد به یې عام آمریکایان په مالیاتو کې ګالي او د کانګرس غړي به یې په انتخاباتو کې ګالي.

هغه داسي وايي: ،،کله چې د مالي ګړنګ وروسته آمریکایان خپل لومړی معاش ترلاسه کړي نو متوجې به سي چې معاش یې لږ شوی دی. دوي به هرو مرو ګوته د واشنګټن چارواکو ته نیسي چې د هغوي د لاسه پردوي د مالیاتو لوړېدل تحمیل شوي دي.،،


د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما وايي چې که کانګرس نشي کولای چې د دې موضوع په برخه کې موافقې ته سره ورسېږي نو حد اقل پر یوې ابتدايي لایحې دي رای ګیري وکړي چې د امریکا پر مینځنۍ طبقې باندې د مالیاتو د لوړېدو نه مخنیوی وکړي او د بې کارو خلګو حکومتي مرستې او امتیازات تمدید کړي. د سنا مشران وايي چې هیله لري یو تفاهم ته سره ورسېږي او د یکشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې پرې رای ګیري وکړي.

حسیب الکوزی- واشنګټن
XS
SM
MD
LG