د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د مالیاتو نوې لایحه لاس لیک کړه


د امریکا جمهور رئیس هغه لایحه لاسلیک او توشیح کړه چې په ترڅ کې یې پر بډایو امریکاییانو باندې مالیات لوړېږي. ددې نوې لایحې له مخې د منځني عاید لرونکو کورنیوږ مالیات همداسې ټیټ پاتې کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې که دمالی گړنگ مخه نه وای نیول شوای نوپه میلیاردونو ډالر به په کلنیوو لګښتونو کې په اجباري بڼه کم شوي وای.

ولسمشر اوباما د سې شنبې په روځ د خپلې وینا په ترڅ کې کله چې کانگرس دا لایحه بلاخره منظور کړه وویل چې دا به د امریکا د نیمگړي اقتصاد په بیا په پښو درولو او غښتلي کولو کې لومړنی مهم گام وي. د مالیې د ټاکلو ، د دولتي لگښتونو د کچې ، د بودیجې د کسر، او د هیواد د مخ په لوړیدونکو پورونو په سر د ولسمشر بارک اوباما او د مخالف جمهوري غوښتونکي ګوند د غړو ترمنځ جنجال د اوږدې مودې دپاره ، چې شاو خوا یو کال به کېږی دوام لري.
XS
SM
MD
LG