د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په یو پوهنتون کې په ډزو کې پنځه تنه ژوبل شوي


د بالتیمور د پولیسو مشر ریچارډ ورلي خبریالانو ته وویل، ډزې د چهارشنبې په ورځ په ځايي وخت د ماښام شاوخوا نهه بجې د "مورګن ایالتي" پوهنتون کې شوې دي
د بالتیمور د پولیسو مشر ریچارډ ورلي خبریالانو ته وویل، ډزې د چهارشنبې په ورځ په ځايي وخت د ماښام شاوخوا نهه بجې د "مورګن ایالتي" پوهنتون کې شوې دي

پولیس وايي د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) ناوخته د متحده ایالاتو په ختیځ بالتیمور ښار کې د یو پوهنتون په انګړ کې د ډزو له امله لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د بالتیمور د پولیسو مشر ریچارډ ورلي خبریالانو ته وویل، ډزې د سه شنبې په ورځ په ځايي وخت د ماښام شاوخوا نهه بجې د "مورګن ایالتي" پوهنتون کې چې زیاتره تورپوستي محصلین لري، شوې دي.

هغه وويل، په دې پېښه کې د ١٨ او ٢٢ کلونو تر منځ پنځه کسان ټپيان شوي. د زخمیانو حالت د اندېښنې وړ ندی ښودل شوی.

د پوهنتون د پوليسو مشر لانس هيچر وويل چې په ټپيانو کې څلور تنه د دغه پوهنتون محصلين دي.

د مورګن ایالتي پوهنتون له دغه پېښې وروسته د څو ساعتونو لپاره تړل شوی و. د ډزو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

چارواکو د قربانیانو او محصلینو د کورنیو له غړو څخه وغوښتل چې د پیښې له ځایه څخه لیرې پاتې شي.

په دې پوهنتون کې شاوخوا ۹۰۰۰ کسان زده کړه کوي او د چهارشنبې د ورځې صنفونه رخصت شوي دي.

پر عامو خلکو د ډزو پیښې په متحده ایالاتو کې وخت په وخت پیښیږي چې ځینې منتقدین یې اصلي لامل په ډیرو ایالتونو کې وسلو ته د خلکو اسانه لاسرسی بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG