د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: ننګرهار او جوزجان کې لسګونه داعشیان وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، تیره ورځ په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د یو شمیر مهمو قوماندانانو په ګډون ۹۱ داعشیان وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري په یو بیان کې ویلي، د ننګرهار ولایت د هسکی مینی د ثبای کلا او انګور کلا په کلیو کې د کماندو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۰ داعشیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

جنرال وزیري ويلي، چې د داعش ډلې د دغو سیمو له خلکو څخه د سپر په توګه کار اخیسته، چې له امله یې په دغو عملیاتو کې لس ملکي کسان ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی.

جنرال وزیري دغه راز ویلي، چې تیره ورځ د بتي کوټ ولسوالۍ د اخوندزادګانو او د اچین ولسوالۍ د ژویی خوله سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې وسلې، مهمات او وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، چې تیره ورځ په جوزجان ولایت کې د دوو بهرنیانو په ګډون ۲۶ داعشیان د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

د دغې قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي وايي، په وژل شوو کسانو کېقاري شجاع، صحبت‌الله، داملا حکیم، رئیس غني او آغا رحیم چې په شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې مهم قوماندانان وو هم شامل دي.

د هغه پر وینا، دغه هوایي برید چې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ په کوتل اوستی او آق‌کمر سیمو کې ترسره شوی، په کې ۲۰ تنه داعشیان سخت ټپیان شوي هم دي.

افغان هوايي ځواکونو له څه مودې راهیسې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر پټن‌ځایونو باندې خپل بریدونه زیات کړي دي.

چارواکي وايي، په درزآب ولسوالۍ کې به د داعش ډلې تر له منځه وړلو پورې هوايي بریدونو ته دوام ورکړي او ژر به په دغې ولسوالۍ کې پراخ چاڼیز عملیات هم پیل کړي.

د داعش ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د جوزجان د ولایتي شورا یو شمیر غړو د دغه ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پورې تړلو بهرنیو جنګیالیو د شتون په اړه اندیښنه ښودلې وه.

د دوی پر وینا په درزآب ولسوالۍ کې فرانسوي او الجزایري جنګیالي چې ځانونه د داعش ډلې غړي ګڼي فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG