د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ماین چاودنې پنځه وزیرستاني کډوال وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پکتيکا د ولايتي منسوبينو په وينا په برمل ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې پنځه وزيرستاني کډوال وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين نن دوشنبه اپرېل۲۰(غويي لومړۍ) امريکاغږ ته وويل چې دغه چاودنه پرون له غرمې مخکې د برمل ولسوالۍ په مرغه سيمه کې د يادو کډوالو پر ډاټسن موټر شوې ده.

نوموړي وويل، تر اوسه څرګنده نه ده چې ماين تازه ځای پر ځای شوی و او که څنګه، خو زياته يې کړه چې د چادونې په نتيجه کې په موټر کې سپاره پنځه تنه ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ايمل مومند په خپل يوه غږيز کلېپ کې چې رسنيو ته يې لېږلی دی، د دغې پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

تر اوسه ددې بمي چاودنې مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

له تېرو څو کلونو راپدېخوا یو شمېر وزیرستاني کډوال له خپلو سیمو څخه د نا امنیو له کبله د پکتیکا او خوست ځینو ته را کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG