واشنګټن ډي‌سي کې په ډزو کې پنځه کسان لګېدلي؛ د وسله‌وال د موندلو عملیات روان دي

د متحدو ایالتونو د پایتخت واشنګټن ډي‌سي پولیسو د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۲) وویل چې سپینې ماڼۍ ته څېرمه سیمه کې په ډزو کې پنځه کسان لګېدلي دي.

د لوګان سرکل په سیمه کې ددې پېښې په ځای کې، چې د سپینې ماڼۍ په یو نیم کیلومترۍ کې موقعیت لري، امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي او د وسله‌وال کس د موندلو لپاره د لټون عملیات دوام لري.

د پولیسو چارواکو تر اوسه د بریدګر د هویت، د ډزو د انګېزې او د هغو پنځو کسانو د روغتیايي وضعیت په اړه چې په ډزو کې لګېدلي، معلومات نه دي خپاره کړي.

د واشنګټن د پولیسو ویاندې نیکول ډینر ویلي، د ډزو عامل لا تراوسه نه دی نیول شوی او د پیښې دقیق څرنګوالی هم تراوسه نه دی روښانه شوی.

پولیسو د واشنګټن ډي سي له اوسېدونکو غوښتي چې د ښار له شمال لوېدیځې سیمې څخه لرې پاتې شي. په دې سیمه کې استوګنیزې ودانۍ، یو ورزشي کلب، د سنټ لوک کلیسا او څو سوداګریز مرکزونه موقعیت لري.

نږدې واټونه هم د پولیسو د پراخ حضور له امله د موټرو پر مخ تړل شوي دي.

د امریکا د الکولو، تنباکو، وسلو او چاودېدونکو توکو د مخنیوي فدرالي ادارې هم اعلان کړی چې د سیمه‌ییزو پولیسو د مرستې لپاره یې خپل مامورین سیمې ته استولي دي. په واشنګټن کې د اف‌بي‌آی دفتر هم د دې پېښې په څېړنو کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG