د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د برېښنا د بسیاینې پنځه کلنه تګلاره جوړه کړې


افغانستان په کال کې څه باندې ۲۰۰۰ میګاواټ بريښنا ته اړتیا لري
افغانستان په کال کې څه باندې ۲۰۰۰ میګاواټ بريښنا ته اړتیا لري

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل چې ددغه هیواد د برېښنا د بسیاینې پنځه کلنه ستراتيژي یې جوړه کړې ده او ددغې ستراتیژۍ په مټ به تلپاتې انرژي برابره شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر چې نن په کابل کې د" کابل د څښلو د اوبو د کمي او کیفي وضعیت د څېړنې" په کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې دا ستراتيژي به با کیفیته، غوره او دوامداره انرژي افغانستان ته برابره کړي.

هغه وویل چې د افغانستان په انرژۍ د بسیاینې ستراتیژي په درېیو برخو ولاړه ده" په لومړي برخه کې مونږ ته دوه موضوعګانې مهمې او اساسي دي. یو د برېښنا د لازمو زیربناوو جوړول، دوهم له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید چې مونږ په خپل بسیا کوي".

د هغه په ويناء ددې ستراتیژۍ دوهمه برخه د انرژۍ اقتصادي برخه ده، چې انرژۍ ته په سوداګریز شکل وکتل شي او د اخېستې او خرڅلاوو وړ وي، ترڅو پدې لار و توانیږي د خصوصي سکټور پام ورته د پانګونې لپاره را جلب کړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر زیاته کړه، چې د برېښنا د نړیوالې سوداګرۍ بحث چې له کلونو راهیسې تر لاس لاندې دی هم ددغې پنځه کلنې ستراتيژۍ د دوهمې برخه، برخه ده.

هغه زیاته کړه "د پلان وروستۍ برخه، د تلپاتې انرژۍ بحث دی. نړیوالې اړتیاووې او مسئلې چې زمونږ په اوږو دي، مثلا د پاکې انرژۍ نه ګټه اخېستل یو له محورونو نه دی او بل محور یې مؤثریت دی".

افغانستان په خپلې انرژۍ د بسیاینې لپاره دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې د شپږ ملیارده ډالرو په پانګونې یې ترلاسه کړي.

د اوبو او انرژۍ د وزارت شمېرنې ښيي، چې ددغه هیواد خصوصي سکټور ۷۰۰ ملیونه ډالره د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG