د لاس رسي وړ اتصالات

کورونو څخه د افغان انجونو د تیښتې پیښې ۴٪ زیاتې شوي


 افغانستان کې ښځو په وړاندې زورزیاتی د اوږدې مودې راهیسې شته، خو په ډیرو مواردو کې ښځې یې په اړه خبرې نه کوي.
افغانستان کې ښځو په وړاندې زورزیاتی د اوږدې مودې راهیسې شته، خو په ډیرو مواردو کې ښځې یې په اړه خبرې نه کوي.

په افغانستان کې له کورونو څخه د ښځو او انجونو د تیښتې د عواملو د ارزولو په اړه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون یوه تازه راپور، چې نن د دوشنبې په ورځ ( کب ۲۰ مه) خپور شوی وایي، چې په دغه هیواد کې تاوتریخوالي له امله له کورونو څخه ښځو او انجونو د تیښتې پیښې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ۳۱ پاڼو په دغه راپور کې ویل شوي، چې دغه کمیسیون د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال په اوږدو کې له کور څخه د تیښتې۱۱۲ پیښې ثبت کړي، چې د دغه شمیر ۸۱ ښځو پخپله کمیسیون ته ورغلي او د خپلې تیښتې په اړه یې راپور ورکړی دی.

همدارنګه ۳۱ نورې پیښې د کمیسیون د ولایتي دفترونو له خوا د ښځو د ملاتړ د مرکزونو څخه د لیدنې پر مهال ثبت شوي دي.

له کورونو څخه د ښځو د تیښتې دا پیښې په کابل، پروان، کاپیسا، بلخ، غزني، دایکنډي،بامیان، میدان وردک، ننګرهار، پکتیکا، لوګر، هلمند، ارزګان او هرات په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د کابل د دفتر رئیس عبدالاحد فرزام امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغه راپور په اړه په مرکه کې وویل، چې دا شمیرنې د تیر ۱۳۹۶ لمریز کال پرتله له کورونو څخه د تیښتې په پیښو کې ۳.۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

د بشري حقونو د کمیسیون دغه چارواکي وویل، تیرکال دغه کمیسیون ټولې ۱۰۸ دغسې پیښې ثبت کړې وې.

ښاغلي فرزام وویل " یو له عواملو، چې په دغه راپور کې یې یادونه شوې او څیړل شوی، کورنی زورزیاتی دی. دې ته په پاملرنې، چې د کورنیو په منځ کې د تاوتریخوالي کچه مخ په لوړیدو ده، له کورونو څخه د تیښتې پیښې هم مخامخ د کورني تاوتریخوالي سره اړیکې لری".

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د کابل د دفتر رئیس د وینا له مخې د دغو ۱۱۲ پيښو د تیښتې په عواملو کې د کورني تاوتریخوالي کچه ۳۶ فیصده، د ښځو بشري حقونو نه رعایتول ۳۱ فیصده، رواني تاوتریخوالي کچه ۲۱ فیصده، فریب او چل ۱۲ فیصده او اقتصادي ستونزو څخه راپورته شوي تاوتریخوالي کچه ۱۱ فیصده ده.

د دغه راپور له مخې د ۱۱۲ ښځو له ډلې، ۴۲ ښځو د کورني تاوتریخوالي څخه د تیښتې لپاره، ۳۲ ښځو د جدايي ۲۱ تنو د واده په نیت او ۱۷ نورو د ناڅرګندو دلایلو له مخې خپل کورونه پریښي دي.

د ا راپور وايي، چې د دغو ۱۱۲ ښځو له ډلې ۳۲ یې بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوي، ۱۱ یې د زنا په جرم د عدلي ادارو تر تعقیب لاندې دي او ۵۸ نورې لا هم بې سرنوشته ژوند کوي.

د دې راپور وړاندې د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع په نوم یوې ادارې هم د دغې مسلې په اړه یو راپور خپور کړی وو، چې له مخې یې په افغانستان کې ۷۶ فیصده سړي د خپلو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د بیلابیلو ډولو څخه کار اخلي.

افغانستان تر ډیره یوه دودیزه ټولنه ده، چې له کور څخه د ښځو تیښته په کې شرم ګڼل کیږي او هغه ښځې، چې تیښتې ته اړ کیږي، خپلو کورونو ته د ستنیدلو په صورت کې له ډیرو ستونزو مخ کیږي.

د همدې له امله ډیرې هغه ښځې، چې خپل کورونه پریږدي بیرته خپلو کورونو ستنیدلو ته زړه نه ښه کوي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې د امن کورونه د غیر حکومتي موسسو په مرسته جوړ شوي، چې اکثره په کې هغه ښځې، چې له خپلو کورو تیښتې ته اړ کیږي ژوند کوي.

خو دغسې کورونه په ټولو ولایتونو کې لا نه دی جوړ شوي.

XS
SM
MD
LG