د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سیلابونو دوه زره کورنۍ زیانمنې کړي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د افغانستان په جنوب او لویدیځ کې وروستیو سیلابونو شاوخوا دوه زره کورنیو ته زیان اړولی دی.

د اوچا د ریپوټ په اساس، سیلابونو یوازې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ کورنۍ چې اکثره یې کوچیان دي زیانمنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو دغې ادارې تائید کړې ده، چې په دغو سیلابونو کې اته تنه مړه شوي، اتلس تنه نور ټپیان دي او د کوچي ماشومانو په ګډون لس تنه تري تم شوي دي.

اوچا په خپل ریپوټ کې ویلي، چې په کندهار امنیتي ځواکونو زر تنه هغه کسان چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورلي او خوندي سیمو ته یې انتقال کړي دي.

همدا شان د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایت د حنیف‌آباد، شیخ‌آباد او اناردره ولسوالۍ سیلابونو سخته ځپلې او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو په ریپوټ کې رغلي، چې د فراه ښار ۸۵ فیصده برخه د سیلابونو اوبو نیولې ده او له امله یې سړکونه او نورې ترانسپورتي لارې تړل شوي دي.

اوچا ویلي، چې په دغه ولایت کې ۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي. د دغې ادارې د معلوماتو په اساس دغو کورنیو ته بیړنۍ مرستې رسول شوي دي.

سیلابونو دغه راز د هرات ولایت په شین‌ډنډ، زاول، زیرکوه، پشتون‌زرغون او اوبه ولسوالیو کې تر ۵۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني، پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم په مشرۍ د اړوندو ملکي او نظامي ادارو په ګډون، سیلاب ځپلو ته د مرستو د سازماندهۍ او انسجام لپاره د سوق او ادارې دمرکز جوړولو امر کړی دی.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د ښاغلي غني د مالیې وزارت څخه غوښتي، چې د سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه عاجلې مالي منابع برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG