د لاس رسي وړ اتصالات

" اوچا" :کندهار،هلمند او فراه کې له ۹ زرو زیاتې کورنۍ سیلابونو ځپلي


سږکال د ژمي په وروستیو اونیو کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د واورو او باران اورښت وشو، چې له امله یې په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونه راووتل.
سږکال د ژمي په وروستیو اونیو کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د واورو او باران اورښت وشو، چې له امله یې په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونه راووتل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، د افغان حکومت، ملګروملتونو او غیر حکومتي ادارو یو ګډ ټیم تراوسه په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې اته زره نهه سوه پنځه نوي سیلاب ځپلې کورنۍ ثبت کړي دي.

خو " اوچا" وايي، د امنیتي اندیښنو له امله ګډ ټيم د کندهار په نهو ولسوالیو او د فراه له ښار بهر د سیلابونو له امله کورنیو ته د رسیدلي زیان پلټنه لا نه ده بشبړه کړې، چې ورسره د دې امکان شته، چې په دغو ولایتونو کې د سیلاب ځپلو کورنیو شمیر له دې زیات وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په جنوبي او لودیځو ولایتونو کې د مارچ د روانې میاشتې په سر کې د سیلابونو په اړه په خپل شپږم راپور کې، چې تیرماښام ( کب ۲۰مه) یې خپور کړی ویلي، چې وروستیو سیلابونو یوازې د کندهار په ښار کې څلور زره ۶۹۸ کورنۍ ځپل شوي دي.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه، نهرسراج، ناوه بارکزۍ او نادعلي ولسوالیو کې یو زر او دوه نوي کورنۍ سیلابونو ځپلې دي.

د دغه راپور له مخې یو زر او درې سوه شل نورې سیلاب ځپلې کورنۍ هم د نهر سراج په ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له خوا ثبت شوي، خو لا ګډ ټیم له خوا یې په اړه پلټنې نه دي شوي.

د " اوچا " د دې راپور له مخې د فراه په ښار کې درې زره دوه سوه پنځه کورنۍ ورستیو سیلابونو ځپلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفترد راپور پر اساس په کندهار کې وروستیو سیلابونو کې اتلس سوه پنځه پنځوس کورونه بشپړ او دوه زره ۸۴۱ نور یو څه ویجاړ شوي دي.

د دغه راپور له مخې ګډ ټیم په فراه کې په سیلابونو کې د یو رز ۶۰۱ کورونو بشپړ او په همدومره شمیر د نورو لږ او یا ډیر ویجاړیدل تائید کړي دي.

همداشان " اوچا" وايي، چې د بادغیس د ولایت په مقر ولسوالۍ کې هم د تیرې شنبې په ورځ ( کب ۱۸ مه) په دریو کلیو کې سیلابونو د خلکو فصلونو ته زیان رسولی دی.

په افغانستان کې په تیرو دوو اونیو کې د واورو او بارانونو د اورښت وروسته په ۱۹ ولایتونو کې سیلابونه راووتل، چې د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت د راپور له مخې له امله یې د مالي زیان سربیره ۶۱ تنه وژل شوي او ۱۸۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

دا وزارت وايي، جې په دغو ۱۹ ولایتونو کې په سیلابونو کې اته زره ۱۶۳ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او څوارلس زره ۸۱۸ نورو کورونو ته زیان رسیدلی دی.

د دغو سیلابونو وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني د فراه او کندهار ولایتونو ته سفر وکړ او ددغو دوو ولایتونو د سیلاب ځپلو کورنیو سره یې د عاجلو مرستو د ترسره کولو اعلان وکړ.

د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزیر نجیب اقا د دوشنبې په ورځ ( کب ۲۰ مه)،کابل کې د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې د ګډې کمیټې غونډې ته وویل، چې سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرستو سربیره د خوراکي توکو مرستې هم کیږي.

XS
SM
MD
LG